دجمعې ورځې رخصتي له کوم وخت نه شروع شوي؟

ترجمه : عبد الله صدیقي

د عربو ټولنه تعليم یافته ټولنه نه وه،  نه یې لیکل زده و او نه لوستل، صرف ګوتشمیر خلک لیک لوست سره بلد وو.

   د مدینې منورې برخه بیا له مکې نه هم کمه وه ، کله چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ، نو یواځې څو کسانو لیک لوست کولی شو، چې د هغو له جملې څخه اسعد بن زراره، منذر بن عمرو، ابی بن وهب، زید بن ثابت، رافع بن مالک او اوس بن خولی رضي الله عنهم په لیک لوست پوهیدل.

     رسول کریم صلی الله علیه وسلم دا محسوسه کړه چې په لیک لوست پوه کسان کم دي، نو د بدر د بریا نه وروسته کومو اسیرانو چې لیک لوست زده وو د هغوی فدیه یې دا مقرر کړه چې د مدینې منورې لس ماشومانو ته به د لیک لوست زده کړه ورکوي، له همدې نقطې نه په مدینه کې د لیک لوست بازار ګرم شو.

     حضرت عمر رضي الله عنه د خپل خلافت زمانه کې د ماشومانو لپاره یو مکتب جوړ کړ، عبد عامر بن عبد الخزاعي یې ورته معلم مقرر کړ، او د بیت المال نه یې ورته تنخوا معینه کړه.

     معلم به ماشومان په مکتب کې د سهار د لمانځه نه وروسته تر څاښته پورې کینول، اوبیا د ماسپښین لمانځه نه وروسته د مازیګر لمانځه پورې به ماشومانو ته سبق ویلې.

     یو ځل حضرت عمر رضي الله عنه شام ته په رسمي سفر ولاړ او پوره یوه میاشت د مدینې منورې نه غائب و، د مدینی خلک ورته ډېر زیات شوقمن شوی وو. کله چې د هغه د بیرته ستنیدو خبر مدینې ته ورسید، نو د مدینې زیات اوسیدونکي او د مکتب ټول شاګردان د هغه د استقبال لپاره د مدینی نه ورووتل او پوره یو ورځ یې مزل وکړ.

     په لاره کې دوی د حضرت عمر رضي الله عنه استقبال وکړ او بیا  ټول د حضرت عمر رضي الله عنه سره بیرته د جمعې په ورځ مدینې ته را ورسیدل.

     شاګردان دوه ورځې د مکتب نه غیر حاضر شوې وو، چې حضرت عمر رضي الله عنه دغه ورځې ورته په رخصتي بدله کړه، له همدې ورځې نه وروسته دجمعې دورځې رخصتی رواج شو.

 الموسوعة القرآنية ، ج 3 ، ص : 7

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button