غزني: په ده یک- جغتو کې دوه قوماندانان او له څلوېښتو زيات عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱) د غزني ولايتي شوار او ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو د غزني ولايت په ده یک او جغتو ولسواليو بریدونه وکړل چې له لګې جګړې وروسته يې دواړې ولسوالۍ نيولي دي.

د غزني د ولايتي شورا رئيسې لطيفه اکبري وايي، په بيګانۍ جګړه کې د ده یک ولسوالۍ امنيقه قومندان فيض محمد توپان له څو عسکرو او د غزني ولايت د چټکې قطعې قومندان حاجي برکت الله هم وژل شوي دي.

ويل کېږي، حاجي برکت د طالبانو له کمين سره مخ شوی چې د هغه په ګډون ګڼ شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غني د والي وياند محمد عارف نوري تاييدوي چې د طالبانو په بيګانيو بريدونو کې د تيارسئ قطعې قومندان حاجي برکت او د ده یک امنيه قومندان د وژل کېدو سربيره يوولس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

خو د ولايت يوې بلې باوري سرچينې د وژل شويو او ټپي عسکرو له رسمي شميرو څو چنده يات ښودلی دی.

له بله پلوه طالبانو ويلي، د غزني په دوو ولسواليو او عسکرو ته د کمين ورکولو په بريدونو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۴۳ عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې راغلي، د جغتو په بريد کې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان شجاعي ټپي، يوويشت عسکر يې وژل شوي او ولسوالۍ يې په مکمله توګه نيولې ده.

خبرپاڼه زياتوي، په بيګانۍ جګړه کې د ده يک امنيه قومندان په ګډون شپاړلس عسکر وژل شوي، د ولسوالۍ ودانۍ امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې طالبانو نيولي دي.

خبرپاڼه کې د غزني مرکز مربوط د سپنده سيمه کې په يوې پوستې د بريد یادونه شوې زياتوي چې کومک ته يې د ځانګړې قطعې قومندان برکت ورغلی خو په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ شوی او د هغه په ګډون ګڼ عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

وړمه ورځ طالبانو د دغه ولايت اجرستان ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قومندانۍ له دولتي ځواکونو ونيوله.

طالبانو ويلي، چې د يادو ولسواليو، پوستو او پوځي مرکزونو کې يې په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او پوځي توکي هم نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button