لیکنه: الهـــام البــــــدري.
حکومت پلوي خلک ( چارواکې) په دې فکراو اند دي چې طالــب سوله نه پېژني اونه یې له ارزښته خبر دی،
یوازې شخړو او جنګونو څخه خوند اخلي، دهوسا او ارام ژوند په معنې نه پوهیږي اونه یې ورته قدرو قیمت مالوم.!
خو د دوئ دا فکر خپل نه بلکې له غربي مفکورې څخه سېرابه کیږي،
طالب د سولې او امن هغه فریشته ده چې دافغانستان په تاریخ کې يوازې او يوازې دسولې لپاره خپل ګام پورته کړی او دخپل ولس دخوندي ساتلو لپاره یې تر هرچا زیاتې قربانۍ ورکړي،
طالب د هوسا، ارام او عزتمن ژوند ارزښت تر هرچا ښه پېژني،
خو دا چې نن طالب دجګړو او نا امنیو ښکار ده او دسولې له فضاء په کیناره کې اوسي،
دلته خبره دحقیقت او مجاز ده، دلته مسأله د عمده او د فضله ده، طالب د دین او عقیدې دفاع ته ولاړ دی، دطالب اساس په ولس کې اسلامی مفکوره ژوندۍ کول دي،
سوله، وطن جوړول او امن راوستل تر اسلام ساتنې وروسته دي او اصلا امن او سوله هم په اسلام کې ده .
اودغه خلک چې طالب دشخړو او نا امنیو مصدر ګڼي دا فکر کوي چې طالب دې په هر صورت سولې ته غاړه کيدي که دمقدساتو او ناموسونو دتوهین به بیه ولې نه وي.
هو! سوله که ډېر ارزښت هم لري خو داسلام او ناموس ساتنې په مقابل کې هیڅ ده .
طالب دهغې سولې طلبګار ده په کومه کې چې دین، وطن او ناموس خو ندی وي .

















