د بریتانیا دفاع وزیر: موږ باید له طالبانو سره مخامخ مذاکرات وکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲)

په داسې حال کې چې بریتانیا افغانستان د تازه دمو ځواکونو د لیږلو اعلان کړی او په ورته وخت کې افغان جګړه هم تر بل هر وخت تونده شوې، بریتانوي دفاع وزیر ګاویلماسون ویلي چې د روان تشنج دختمولو لپاره باید دوی له طالبانو سره مخامخ وغږیږي او د سرتیرو استول ستونزه نه حل کوي.

نوموړي چې تیره ورځ د خپل هیواد د پارلمان د دفاعي کمیټې په ناسته کې خبرې کولې وویل؛ طالبانو ته د افغانستان د ګډحکومت له وروستي وړاندیز څخه ملاتړ کوو خو باید موږ یوه اوږدمهالې حل لاره پیدا کړو او د جګړې ټول ښکیل اړخونه په یوه میز را جمع کړو.

د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼه د ویلیامسون له قوله وایي “ بریتانیا مجبوره ده تر څو د سر تاسري سولې د راتګ په خاطر له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي“

طالبانو تل ټینګار کړی چې د کابل اوسنۍ اداره نامشروع او بې واکه ده او ویلي یې دي چې دوی غواړي د جګړې له اصلي لوري سره چې امریکا ده خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د یو شمیر امتیازونو په منلو سره د سولې وړاندیز وکړ، چې طالبانو نه رد او نه هم تائید کړ.
د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وایي؛ طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کیني او نور دولتونه نه شي کولی د افغان حکومت استازيتوب وکړي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې په افغان جګړه کې دوهمه درجه ښکیل هیواد له طالبانو سره د مذاکراتو وړاندیز کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button