کورنيو چارو وزارت: د امنيت د لا خرابېدو پر وخت له بهرنيانو اضافي مرسته غواړو
برمک: که افغانستان کې جګړې لا توندې شي له امریکا او ناټو هېوادونو به نوره مرسته وغواړو.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، که په هېواد کې امنيتي وضعيت له دې لا زيات ترینګلی شو نو له بهرنيانو به د اضافي مرستې غوښتنه وکړي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي، که وسله والو په افغانستان کې خپلې جګړې او بريدونه توند کړل نو د افغانستان دولت به د هغه ستراتيژيکو همکاريو پر اساس چې د امریکا او ناټو سره يې لري له هغوی به لا زياته مرسته وغواړي.
برمک زياتوي: “د امريکا، ناټو او افغانستان تر منځ دوه اړخي تعهدات شته او په هېواد کې د ګواښونو سطحې ته په پام به په شريکه پرېکړه کوو”.
طالبانو نږدې يوه مياشت مخکې د “الخندق” په نوم عمليات پيل کړل او په ټول هېواد کې يې جګړو او بريدونو ته زور ورکړ چې عملياتو يې د حکومتي مسئولينو او چارواکو اندېښنې ډيرې کړي دي.
د الخندق عملياتو د پيل راهيسې طالبانو نږدې د فراه ولايت سقوط کړ او په دې موده کې يې له دولتي ځواکونو شپږ ولسوالۍ ونيولې چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او د هغوی وسلې، پوځي توکي او مهمات د طالبانو لاسته ولوېدل.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ګوښه شوي امنيتي مرستيال جنرال مرادعلي مراد وويل، چې کورنيو چارو وزارت او مسئولین نه دي توانېدلي د پوليسو ستونزې حل کړه زیاته يې کړه چې دا مهال د هېواد په ډیری سيمو کې امنيتي ځواکونه او پوليس په ډېر بد وضعيت کې دي او د مسئولينو له لوري ورته اعاشه او نور امکانات نه رسول کېږي.



