(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲) د برتانيې څخه خپرېدونکې انډيپنډينټ ورځپاڼې په يوې مقاله کې ليکلي، چې امريکايي ځواکونو به په عراق کې د سني او شيعه وګړو د جنګولو لپاره د هغوی په منځ کې د موټربم بريدونه کول.
د يادې خپرونې ليکوال رابرټ فېسک په خپلې مقاله کې په عراق کې د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، امریکايانو ځکه د سني او شيعه وګړو د جنګولو هڅه کوله چې دوی يې له بريدونو په امن کې وي.
فېسک ته يې سرچينو ويلي، د امريکايي ځواکونو له لوري روزل شوي ډیر کسان پېژني چې د شيعه مذهبه او سني مسلمانانو په ډله ييزو ځايونو او مسجدونو ته څېرمه به يې چاودنې کولې.
د لیکوال په خبره، سرچينې ته يې يوه عسکر د هويت د پټ ساتلو په شرط ويلي چې د عراقي پوليسو په ليکو کې د امریکايانو له خوا روزنه ورکول کېده زیاتوي ورځ کې به يې اويا سلنه د موټرچلونه راښودل او دېرش فیصده مې د وسلو چلونه زده کول.
دغه عسکر د موټربم بريد یوه قیصه کړې چې وايي، يوه ورځ امريکايي عسکرو د ” اطلاعاتو راټولولو” تر نامه لاندې له يوه موټر او مبایل سره د بغداد ښار يوه لوی مسجد ته ولېږلم په خبره يې کله چې جومات ته ورسېدم، مبایل مې کار پرېښود، د مبایل انتن ورکولو لپاره لګ وړاندې لاړم چې موټر چاودنه وکړه.
عسکر ويلي، امريکايي ځواکونو په عراق کې د سني او شيعه وګړو د جنګولو لپاره دغه ډول بې شماره بريدونه ترسره کړي دي.

















