غور: د ولايتي شورا پخوانی غړی او د جمعيت اسلامي قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲) د غور د ولايتي شورا پخوانی غړی او د جمعيت اسلامي مخکښ قومندان چې په سيمه کې يې د اربکيانو مشري په غاړه لرله د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د غور د امنيې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، غلام یحی راجي تېره شپه د دغه ولايت په چهارسد ولسوالۍ کې له خپلو دو تنو ساتونکو سر يوځای وژل شوی دی.

د نظامي په وينا، طالبانو تېره ورځ د چهاردې ولسوالۍ پر ولسوالۍ حمله کړې چې لا هم جګړه روانه ده.

تر اوسه پورې په ياده جګړه کې د نورو اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

ويل کېږي، غلام یحی راجي په سيمه کې د جمعيت اسلامي مخکښ قومندان و او د سيمه ييزو پوليسو “اربکيانو” مشري يې هم په غاړه لرله.

ځايي سرچينې وايي، نوموړی قومندان د تېرې شپې په جګړه کې چې مشري هم ورترغاړې وه وژل شوی زیاتوي چې د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه ځوی حبيب الله راجي د جګړې مشري کوي او اوس هم جنګ روان دی.

د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې قاري یوسف احمدي وايي:” دغور ولایت دچهار صدې د منګ په سیمه کې  د اربکیانو وحشي قومندان غلام یحی سره له ۲ نورو اربکیانو ووژل شول ۳ نور اربکیان ژوبل شول”

که څه هم د یاد ولايت ډيره سيمه باندې طالبان واکمن دي خو د نويو عملياتو له پيل راهيسې کوښښ کوي چې د خپل واک لاندې سيمه لا پراخه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button