ښاروال: د خوست ښاروالۍ عوايد څلوېښت سلنه زیات شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲) د خوست ښاروالۍ مسئولين وايي، د تېر کال په پرتله د ښاروالۍ په عوايدو کې څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د خوست ښاروال عبدالبصير محمدزی وايي، د ښاروالۍ کلنی عوايد له اتيا ميلیونو افغانيو يوسل شل ميلیونه افغانيو ته لوړ شوی دی.

محمدزي دغه څرګندونې نن د حساب ورکونې په يوه غونډه کې وکړې زياته يې کړه د ګاډو ۳۵ زره ليتره تيل چې پخوا به د زورواکو، وکيلانو او چارواکو له لوري په غير قانوني توګه ويستل، هغه مو سپما کړي دي.

نوموړي د فساد د مخنيوي په اړه وويل، چې پخوا به د ښار له دخولي دروازو دولس لکه عوايد ترلاسه کېدل خو تېره مياشت دوه پنځوس لکه او روانه مياشت نهه څلوېښت لکه افغانۍ ترلاسه شوي دي.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، د ځوانانو مامورينو مقررېدل، په ښاروالۍ کې اصلاحات او د فساد سره مبارزه د عوايدو په لوړوالي کې ستر رول لري.

خو له بله پلوه د ښار د اتحاديو مسئولین او سوداګر بيا وايي، ښاروالۍ لازم ښاري خدمتونه نه دي وړاندې کړي او بايد په ټولنيز ډول خلکو ته خدتونه وړاندې او د عوايدو په ټولونه کې خپل فعالیت لا زيات کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button