برنارډ لویس د سیکولرانو پیر

لیک: نعمان منلی

برنارډ لویس په ۱۰۱ کلنۍ کې څو ورځې مخکي ومړ، نوموړی له اصله یهودی و او د برتانیه او امریکا دواړو تابعیت یې لاره. ده اسلامي تاریخ کې دکتورا لرله، په ځانګړې توګه د عثماني تاریخ تکړه ماهر و او غرب کې د اسلام مفسر! بلل کیدی.

برنارډ لویس تر ټولو مشهور او وتلی مستشرق و، په مړینه یې عرب او غیر عرب سیکولرانو اوښکې تویه کړې، هغه یې زیات وستايه او د هغه په علم او پوهه یې پریمانه مقالې ولیکلې. راځئ نوموړی مستشرق وپېژنو چې هغه د مسلمانانو او اسلامي نړۍ په اړه څه نظر لاره. په دې اړه له یوه خبري اژانس سره د ده خبرې رااخلم.

برنارډ لویس په 20/5/2005 کې یوه خبري اژانس ته د مسلمانانو په اړه وویل: عرب او مسلمانان فاسد، بېلاري او ګډوډي خوښوونکي خلک دي، دوی هیڅکله متمدن کیدای نه شي او که همداسې پریښودل شي د نړۍ ټول تمدنونه به پخپلو تروریستي کړنو متضرر کړي.

نو د مسلمانانو له شره د ځان ژغورلو لپاره ښه لاره دا ده چې هغوی باید بیرته اشغال او هیوادونه یې مستعمره کړل شي. د دوی دیني او ټولنیز ثقافت باید ختم شي، څرنګه چې امریکا فعلا په دې کار بوخته ده باید د برتانیه او فرانس له زړو تجربو ګټې واخلي. او دې دوو هیوادونو چې د دې سیمو استعمار کې کومې غلطۍ کړې وې له هغه باید ځان وساتي.

د عربو او مسلمانو هیوادونو باید په کوچنیو ټوټو او طايفو وویشل شي، په دې لړ کې باید د هغو نارو او سورو ته ونه کتل شي، په هغوی باید رحم ونه کړل شي، هغوی مخکي له دې چې زموږ تمدن ته ضرر رسوي باید ختم او د دوی فاسد دیني او ټولنیز عقاید له منځه یوړل شي.

دې سپک مستشرق او ختیځپوه له دې هم خوړین او له فتنو ډک افکار لرل او د مسلمانانو سرسخته دښمن و. خو زموږ د اسلامي نړۍ سیکولر مخلوق هغه خپل لارښود او پیر باله او د هغه په مړینه یې مرثیې لیکلې! نو له دې هلاک شوي استاده یې شاګردان هم وپېژنئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button