افغان حکومت د فوټبال ملي لوبډلې ۲۷ غړو ته کورونه ورکړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) افغان حکومت نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې اووه ويشت لوبغاړو ته په کابل کې کورونه ورکړل.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي پر وخت د دغو کورونو د ورکړې ژمنه شوې وه.

په همدې تړاو په جوړه شوې غونډه کې اجرائيه مشر عبدالله عبدالله له کرزي څخه مننه وکړه چې د فوټبال لوبډلې غړو لپاره يې د کورونو د ورکړې ژمنه کړې وه په خبره يې هغه وخت د کورونو د جوړېدو کار بشپړ شوی نه و، نن يې کار تکميل شو او د دغه کورونو کلي ګانۍ تاسې ته وسپارل شوې.

عبدالله د افغانستان د ملي لوبډلې لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او ويې ويل چې د فوټبال افغان ملي لوبډلې د تل لپاره افغانانو ته خوښي ورکړې ده.

د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته د کورونو د ورکړې فرمان د پخواني ولسمشر کرزي له خوا په ۲۰۱۳م کال کې منظور شوی و چې له مخې به يې په کابل ښار کې د اماراتو د استوګنې په ښارګوټي کې هغوی ته کورونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button