د کانونو وزارت: د ولسي جرګې غړي د کانونو په غير قانوني کېندنو کې ښکېل دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د ولسي جرګې يو شمير وکيلان او د ولايتي شوراګانو ځينې غړي د کانونو په غير قانوني استخراج بوخت دي او د کانونو وزارت د کارونو مخنيوی کوي.
نرګس نهان وايي، د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو يو شمير غړي د کانونو وزارت ته جدي ننګونه ده په خبره يې وکيلان په غير قانوني کيندنو سره خپلې شخصي ګټې لټوي او ملي ګټې شاته غورځوي.
هغې وويل: “د ولسي جرګې يوه غړي په داسې حال کې د دوو شرکتونو کار بند کړی چې د کانونو وزارت سره د ساختماني موادو د استخراجولو رسمي قرارد لري خو په بدل کې يې پنځه نور شرکتونه چې د کانونو وزارت سره هيڅ قرارداد نه لري د دغه وکيل له لوري د غيرقانوني کار لپاره هڅول کېږي”.
د مېرمن نهان په وينا، د سمنګان په دره صوف او ځينې نورو سيمو کې د ولايتي شورا یو شمير غړي د سکرو کان په غيرقانوني کيندنو بوخت دي زياتوي چې د کانونو وزارت د هغوی د مخنيوي لپاره د ځانګړې قطعې غوښتنه کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسي جرګې او د ولايتي شوراګانو غړي د کانونو په غير قانوني کيندنو کې په لاس لرلو تورنېږي بلکې تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امریکايانو او نورو بهرنيانو مهم کانونه ايستلي او د قيمتي ډبرو په کيندنو يې دريغ نه دی کړی او ويل کېږي چې لا هم د ننګرهار په شينوارو کې د بهرنيانو او داعشيانو له خوا د کانونو غيرقانوني استخراج ښه په درز کې روان دی.



