د ټرمپ نوې تګلاره به افغانستان پر زړه لار روان کړي

تبصره
د افغانستان لپاره د ټرمپ نوې تګلارې او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال جان نیکولسن پر ځای د نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ټاکلو، افغان چارواکي او په ځانګړې توګه د کورنیو او دفاع وزارتونه ډېر خوښ کړي دي، چې په افغانستان کې به د جګړو په نویو تاکتیکونو او عملیاتو سره پر طالبانو برلاسي ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د امریکا لخوا نوې تګلاره او یا د جګړې د نوي قوماندان ټاکل په افغانستان کې د امریکا پرمختګ او کامیابي نه ده، بلکې امریکا له طالبانو سره په زړه تګلاره او د زاړه قوماندان نکلسن په موجودیت کې ناکامه شوه، ځکه یې دواړه بدل کړل.
په افغانستان کې د امریکا د جګړې ګوښه شوي قوماندان او له هغه دمخه قوماندانانو په وار وار منلې چې په جګړه کې مو د طالبانو پر خلاف سخت عملیات سر ته رسولي دي، خو کامیابي یې ترلاسه کړې نه ده. همدا لامل دی چې ټرمپ په افغانستان کې د جګړې نوې تګلارې او نوي قواندان سکاټ مېلر ټاکلو ته اړ شو.
پنټاګان به تل د افغان حکومت او نړیوالو په سترګو کې خاورې اچولې، ویل به یې په افغانستان کې مو غښتلې اردو روزلې او د خپل هېواد د امنیت ساتنه کولای شي. خو د جګړې نوې تګلارې او نوي قوماندان ټاکلو یې دا ثابته کړه چې نه یې افغان غښتلې اردو روزلې او نه یې د طالبانو په مقابل کې عملیات کامیاب شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو پخواني، مرستیال مراد علي مراد، د یوې نوې دندې د پیل په مراسمو کې اعتراف وکړ او ویې ویل د افغانستان پولیس په ناوړه وضعیت کې دي. مراد د خپلو ناکامیو په منلو وویل، زموږ پولیس او اردو په عملیاتو کې د یادونې وړ لاسته راوړنې نه لري او نه یې د اړتیا پر مهال اعاشه او اباطه کېږي.
مراد په داسې وخت کې د پولیسو د کمزورۍ او اعاشې او اباطې له نه کېدو سر ټکوي چې امریکا افغان دفاع وزارت ته په میلیونو ډالر ورکوي، خو د خیالي پولیسو په تشکیل او په نورو پټو لارو وهلو نیم هم نه مصرفېږي، ځکه افغان پوځ د طالبانو په مقابل کې برلاسي نه شي ترلاسه کولای.
د ټرمپ ځانګړو مفتشینو په افغانستان کې د جګړې د وضعیت تر ارزولو وروسته، د امریکا مشرانو جرګې ته ویلي چې په افغانستان کې روان حالت د ډاډ وړ نه دی اود لښګتونو په تناسب لاسته راوړنې نه لري، چې دا به ښې پایلې ونه لري.
د امریکا د بېلابېلو ادارو مفتشینو په دې اړه خپل راپور د امریکا د مشرانو جرګې ته وړاندې کړی دی. په افغانستان کې د جګړې د ارزونې یاد راپور د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان په اړه د امریکا د څار ځانګړې ادارې د مفتیشینو لخوا چمتو شوی دی.
په دې راپورکې یادونه شوې ده چې د ټرمپ د نوې تګلارې باوجود افغانستان د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله دا مهال له یوه ډېر خطرناک حالت څخه تېرېږي.
د ټرمپ د ځانګړو مفتشینو جاجونې د امریکا مشرانو جرګې ته حقیقت په ډاګه کړ، خو تر امریکا یې افغان چارواکي زیات په اندېښنه کې واچول.
سږ کال چې طالبانو د خندق عملیات اعلان کړل، په افغانستان کې د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله په کابل او ولایاتو کې د پام وړ بریدونه زیات شول. د افغان او بهرنیو هوايي پوځونو لخوا د ملکي تلفات راپورونه ورکړل شول.
د افغان پوځ د تیښتې او په امنیتي پوستو کې د طالبانو د نفوذي پولیسو لخوا د خپلو ملګرو وژنې او بیا طالبانو ته سره له وسلو د تسلیمېدلو راپورونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د ټرمپ نوې تګلاره د زړې تګلارې په څېر له ناکامیو سره مخ کړه.
د کمونستي رژیمونو په وروستیو کې چې روسانو د خپلو نوکرانو (کمونستانو) لپاره د جګړې تګلارې څو وارې بدلې کړې او بیا هم کمونستي رژیم سقوط وکړ، اوس به هم د ټرمپ نوې تګلاره افغانستان پر زړه لاره (سقوط) روان کړي.



