کابل ټکی کام فرید احمد
سګرېټ او زمونږ ټولنه:
هره ټولنه او وګړی یې د خپلو اعمالو یوه نمونه وي چې خلک یې پرې یادوي. زمونږ په ټولنه کې ځینې داسې عادتونه موجود دي، چې نه خو اسلامي دي او نه هم افغاني، او نږدې هره یوه کورنۍ ورسره لاس او ګریوان ده.
د ځینو افغانانو په نظر سګریټ څکول ، نسوار اچول، او اوس خو آن تردې چې چرس څکول یوه عادي کار دی خو که عواقبو او ناوړه اغیزو ته یې پام وشي دا څرګندیږي چې مونږ له یو خطرناکې آینده سره مخ کیدونکي یو.
سګریټ څکول د نړیوالو روغتیایي څیړنو او د طبي ماهرینو د مطالعاتو له مخې د انسان د سوکاله او خوشحاله ژوند هر اړخ له ګواښ سره مخ کړی دی ،د پیسو د تاوان اوبیځایه مصرف برسیره ډیرې ناروغۍ مینځ ته راوړي ، د سږو سرطان ، دوینې د فشارلوړوالی ، د زړه حمله ، مغزي صدمه ،اود سالنډي لوی لامل سګریټ څکول او ورته نشیي توکي پیژندل شوي دي ،اوکله کله سګرټ څکول په حامله ښځو کښې د ماشوم د مړینې ،دوخت له وړاندی زیږیدنې او اسقاط سبب هم کیدای شي.
باید وویل شي، هغه کسان چې د سګرټ څکونکو له خولې راوتلای دود تنفس کوي، له څکونکو څخه زیات متضرر کیږي، ځکه دوی د هغوئ د خولې راوتلی دود دوهم ځل لپاره تنفس کوي، خو له بده مرغه دا کار زمونږ په حجرو ، مجلسونو او بنډارونو کښې ډیر لیدل کيږي اودا ناوړه چلند زمونږ له مجلسونو او کورونو اوادارو څخه ورک نشو.
په نړی کې هغه کسان چې زیات سګرېټ څکوي، له خپلو ډاکترانو سره د خپل صحت په رابطه وخت په وخت مشورې کوي، ترڅو په مهلک مرض باندې اخته نشي، له تمې سره سم هغوی لازم خواړه او یا دوايي ورته هدایت کوي، خو زمونږ ټولنه غربت او بې وسۍ سخته ځپلې ده، په سلو کې ۹۹ وګړي دا توان نلري چې دا کار دې ترسره کړي او یا د ځان لپاره یو رښتونۍ ډاکتر ولري چې دده د صحت فکر ورسره وي، ځکه چې په افغانستان کې د ډاکټرانو فیصدي ډيره کمه ده، او حتی له نشت سره مخ ده.
هغه هیوادونه چې په سګرټو زیات روږدي کسان لري
د یو راپور له مخې په نړۍ كې په سګرټو د روږدو كسانو تر ټولو زياته برخه د يونان په هېواد كې ده.
ددې سازمان لخوا د ۲۰۱۵م كال د راپور په اساس په نړۍ كې د بالغو انسانانو ترمېنځ د سګرټو د څښلو تر ټولو لويه كچه د يونان په هېواد كې ده. په يونان كې ۳۹ سلنه بالغ كسان سګرټ څښي. د سګرټو د څښلو په برخه كې اندونېزيا د ۳۸ سلنې سره دويم ځاى او لېتويا د ۳۴ سلنې سره دريم ځاى لري، د افغانستان په ځوانانو کې هم همدا بد عادت هره ورځ مخ پر زیاتیدو دی، خو بیا هم د نړی د نورو هیوادونو په نسبت سره فیصدي ډيره کمه ده..
خو په تركيه كې بيا د بالغو كسانو ترمېنځ ۲۳ سلنه وګړي سګرټ څښي چې په نړۍ كې ۱۱م ځاى لري. دا په داسې حال كې ده چې په ۲۰۰۰م كال كې په تركيه كې د سګرټو د څښونكو كچه ۳۲ سلنه وه.
په راپور كې همداراز راغلي دي چې هر كال د سګرټو د څښلو له امله د اړوندو ناروغيو په پايله كې ۶ ميليونه انسانان خپل ژوند له لاسه وركوي
د سګریټ څکولو هغه زیانونه چې پخوا معلوم نه ول
د یوې نوي څېړني پر اساس سګريټ ترهغه ډیر مضر دی چې په اړه يي فکر کېدی شي. د نویو څېړنو پر اساس د سګريټ څکولو هغه زیانونه هم را برسیره شوي دي چې پخوا څوک نه پوهیدل.
د نوو څېړنو له مخي سګریټ څکول نه یوازي دا چې انسان ته د سږو سرطان پيدا کوي بلکي د نابینايې، شبکورۍ او د ځیګر او لویو کولمو د سرطان په شان د نورو لویو ناروغیو سبب هم ګرځي.
په ۱۹۶۴ کال کې د سګریټ څکولو د تاوانونو په اړه خپاره شوي پيغام کې ویل شوي و، چې سکریټ څکول د سږو د سرطان ناروغۍ سبب ګرځېدلای شي.
په امریکا کې د ناروغیو د کنترول او مخنوي ادارې (سي.ډي.سي) مشر تهامس فریډن، وايي چې د تمباکو څکول په امریکا کې تر وخت مخکي مړيني تر ټولو لوی سبب دي.
د هغه په خبره په امریکا کې اوس هم تمباکو د نیم میلیون انسانانو د مړیني سبب ګرځي. د هغه په خبره د تمباکو څکول تر هغه ډیر بد او زیان رسوونکي دي چې پخوا به يي په اړه فکر کېده.
د دغه نوي څېړنیز رپوټ پر بنسټ د تمباکوو ډېر استعمال پر شبکوري سربیره د ۱۳ ډوله سرطاني ناروغیو سبب ګرځي. رپوټ زیاتوي هغه کسان چې په خپله سګریټ نه څکوي خو د سکریټ لوګي تنفس کوي په دغو خلکو کي د زړه د سکتې خطر ډیریږي.
لوی امریکايي جراح بورس لوشنیک، د سګریټو د زیان په اړه خبرداری ورکوي، وايي چې په ننني عصر کې سګریټ په هغه اندازه خطرناکه دي چې موږ يي په اړه فکرهم نه شو کولای.
ډاکټر لوشنیک وايي:«د سګریټو جوړولو طریقه او په هغه کې مواد د وخت په تیردو سره بدل شوي دي. ځیني مواد داسې هم دي چې د سږو سرطان د رامنځ ته کیدو عمل ګړندی کوي».
د امریکا حکومت په دغه هیواد کې تر۲۰۲۰ عیسوي کاله پوري د تمباکو په استعمال کې د ۱۲ سلنه کموالي هدف ټاکلی دی، خو کارپوهان وايي چې دې موخي ته رسیدل یو مشکل کار دی.
په رپوټ کې راغلي دي چې په سګريټ څکوونکو کې د لید کمزري او یا د ړوندېدو خطر لوړ وي. سربیره پر دې د امیدواره ښځو له پاره سګريټ څکول او یا د هغه لوګی تنفس کول ډیر زیان رسوي چې له امله يي مونانيان له یو ډول نیمګړتیاوو سره نړۍ ته سترګې پرانیزي. د بېلګې په توګه د نوي زېږدلي موناني شونډه پرې وي او داسي نور.
همدارنګه امیدواري ښځي ته د مفصلونو درد پيدا کیږي او د بدن دفاعي سیستم يي کمزوری کیږي. رپوټ زیاتوي چې که د سګريټو څکوونکي فیصدي کمه نه شي نو په امریکا کې به په هرو ۱۳ تنو کوچنيانو کې یو يي په خپل راتلونکي ژوند کې د یادو شوو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په ځوانانو کې له سګریتو څخه د استفادې ډول د وخت په تیریدو بدلون کړی دی. له تمباکو څخه استفاده کوونکي ډیری ځوانان اوس له نیکوتین لرونکي سګريټ، د مختلفو ذایقو درلودونکي سګار او له چرسو څخه استفاده کوي.
د شنبې په ورځ د خپرې شوي یوې بلي امریکايي څېړني پر اساس په نړۍ کې د وګړو د شمېر په ډیریدو سره له تمباکو څخه د استفاده کوونکو انسانانو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی. په وروستیو درو لسیزو کې په نړۍ کې د سګریټ څښونکو شمیر له ۷۲ میلیونو څخه نزدې۹۷ میلیونو ته لوړ شوی دی
سګریټ څکول د خوب د نارامۍ لامل ګرځي .
په جرمني کې په دوه زرو تنو څيړنه وشوه او دا ېې په ډاګه کړه چې د سګریټو څکول د خوب د نارامۍ لامل هم ګرځي .
په دې څيړنه کې ۱۰۷۱ سګریټ څکوونکو او ۱۲۴۳ عامو خلکو ګډون کړئ ؤ او مالومه شوه ، هغه کسان چې سګریټ ېې څکول د عامو خلکو په پرتله ېې خوب ۱۷ سلنه کم او ۲۸ سلنه نارامه ؤ .
د دې څيړنې لپاره ټول داسې کسان ټاکل شوي ؤ چې د جسمي او روحي پلوه سالم او حتې له دې پلوه د ډاد تر لاسه کولو لپاره پر خوب ټول بلقوه اغیزمن عوامل کنترول شوي ؤ .
ډاکتران وايي ښايي د سګریټو د خوب د نارامۍ اصلي لامل د نیکوتینو تحریک کوونکې اغیزه وي چې پر اعصابو ېې لر ي.
ویل شوي هغه کسان چې سګریټ څکوي ممکن د چاغوالي ، شکر او د زړه ناروغۍ هم تجربه کړي او په همدې ډول هغه کسان چې خوب ېې نارامه وي ښايي همدا پورته ناروغۍ ولري او یا ېې هم تجربه کړي .
سهار وختي سګریټ څکول ډیر ژر دسرطان دناروغي سبب کیدای شي
ددې په خاطر چې په صحت مو سګرټ ډير قوي او ژر تاثیر ونکړای شي، له خوب وروسته سمدلاسه سګرټ څکولو څخه منع وکړی.
کله چې تاسو له خوبه راپاڅی، نو ستاسو د بدن ټول غړي ارام کړای وي، فعالیت ته ډير ښه جوړ او تیار وي، نو پداسې وخت کې تاسو د هر ضرري څیز د استعمال پر ځای خصوصاً سګرټ، له صحي څیزونو څخه استفاده وکړی، بالخصوص اوبو سره خپله ورځ پيل کړی.
په تشه خوا د اوبو استعمال نه یوازې ستاسو معده صفا کوي، د ډيرو نورو مرضونو په مخنیوي کې هم کارنده اثر لري.
اوبه په لمړي سر کې ستره کولمه صفا کوي، او معده دې ته تیاروي چې مواد په اسانۍ سره جذب کړي.
سهار وختي د اوبو څښل د ویني او عضلاتو نوي حجرې جوړوي، او وزن کمولو کې ښه فعالیت کوي.
خو سګرټ چې ډیر سخت او تاواني دود لري د انسان ټول رګونه او معده په خپل دود سره پوښي چې لدې سره ستاسو اشتها له منځه وړي، او د وینې د جریان په بندولو سره حتی اعصاب هم متاثره کوي.
امریکایی روغتیایی څیړنې وایي، سهاروختي له خوبه له راپاڅیدلو څخه وروسته تر یوه ساعت پوري، سګریټ څکول دانسان پرصحت ډیرقوي اثرکولای شي، نو ددي لپاره پکارده چي سهاوختي له خوبه راپاڅیدو څخه بیا تریوه ساعته پوري څګریټ ونه څکول شي.
څیړني زیاتوي، سګریټ څکول په هرحالت کي دصحت لپاره زیانمن تمامیدای شي، خو سهار له خوبه له راپورکیدو څخه بیا تریوه ساعته پوري باید له سګریټ څکولو څخه ډډه وکړای شي ځکه چي په دی وخت کي یی اثرډیر قوي، اوډیر ژردسرطان دناروغي سبب کیدای شي.
یوه نوي تحقیق کې معلومه شوې ده چې سګرتو څکول د سړیو د دماغو د صلاحیت د کمیدا سبب کیږي.
د سګریټو په اړه کیدونکی تحقیق هر ځل انسان د هغه د تاوانونو خبر وي.
په کالج یونیورستي اف لندن کې په یوه ترسره شوي تحقیق کې ثابته شوي ده چې د هغو کسانو دماغي صلاحیت چې سګریټ څکوي د هغه کسانو په نسبت چې سګریټ نه څکوي په تیزی سره له مینځه ځي.
د انګلستان د پنځو زرو سړیو او یویشت سوه میرمنو د دماغو یا اعصابو جایزه اخیستل شوي ده.
البته په ښځو کې د دماغو د دغه صلاحیت د کمیدا دغه عمل ونه موندل شو.
د سګرټو په اړه نړیوال فعالیت
د امریکا د خوراکي توکو او درملو د څار ادارې چې د سګریټو د استعمال څارنه هم کوي په یوه نوې خبرتیا کې ویلي چې د سګریټو په ډبیو داسې عکسونه او پیغامونه باید ولګول شي چې خلکو ته د سګریټ څکولو زیانونه بیان کړي او د سګریټو د هر ډبي نیمایي برخه باید په دې پیغام پوښل شوې وي.
سګرټ څکونکو ته زیری
هغه کسان چې سګریټ څکول پریږدي ایله دری کاله وروسته به د دوی د بدن روغتیا د هغو کسانو په شان شي چې هیڅکله یې هم سګریټ نه دي څکلي یا په بل عبارت د دوی د زړه د حملې احتمال او امکان به د هغو روغو کسانو په شان شي چې هیڅکله یې سګریټ نه دي کارولي.
که غواړی سګریټ څکول پریږدې، که په ريښتيا ژمن يې چي سګریټ څکول پريږدې نو همدا اوس سګرټ مړ که او لېري يې وغورځوه او يوه شيبه ځنډ مکوه. ځکه چي يوه دقيقه ځنډ يو ساعت او يو ساعت نور ساعتونه ځنډ منځ ته راوړي او ته هيڅکله بیا نشې کولای چي سګریټ پرېږدې !
سګرټ څکول ستاسو ژوند له خطرونو سره مخ کوي.






















