کابل ټکی کام فرید احمد
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د کُرې د ګرمېدو او د اوبو هوا د بدلیدو د ناورین سره په مقابله کې د ۱۹۵ هیوادونو موافقه ددې ګرانټي ورکوي چې د ځمکې کُره په امن کې پاتې کیدونکې ده.
بان کي مون وویل چې دغه موافقه د نړیوال سازمان د اصولو سره سمه شوې ده او د راتلونکو نسلونو لپاره به یو په زړه پورې او خوندر اقدام وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدا راز وویل چې اوس ددې وخت رارسیدلی دی ترڅو د ټولنې هر وګړی د ماحول د ککړتیا مخنیوي کې کارنده فعالیت پر مخ بوزي.
د یادونې وړ ده چې نړی اوس د ککړتیا له ناورین سره مخ کیدونکې ده او که چیري ددې په مخنیوي کې ستر ملکونه کار ونکړي نو کیدای شي چې په ۲۰۳۵ کې د سرطان مرض هر کور ته ورسیږي.


















