نجیب احمدزی: ټاکنو کمېسيون د نوم ثبتونې غلطې شمېرې خپروي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) د افغانستان د ټاکنو کمېسيون پخوانی رئيس نجيب الله احمدزی وايي، ډيرو کمو خلکو نومليکنه کړې او د ټاکنو کمېسيون اعلان کړې شمېرې ناسمې دي او تر اوسه ډېرو کمو خلکو نوم ليکنه کړې ده.

د احمدزي په خبره، تر دې دمه په اوولس ولايتونو کې چې نيمې افغانستان کېږي يواځې  ۴۰۰ زره کسانو نوم ليکنه کړې چې دا ډيره کمه شمېره ده.

نوموړی وايي، که د رايه ورکولو لپاره د نوم ثبتونې پروسه همداسې پڅه روانه وي نو نيم افغانان به له ټاکنو بې برخې پاتې شي.

احمدزی زیاتوي، د ټاکنو کمېسيون له تخنيکي اړخه ناکام دی او که ياده پروسه په همدې ډول روانه وي نيم افغانان به له رايه ورکولو محرم پاتې شي.

شاوخوا درې ورځې مخکې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا هم ويلي و چې د ټاکنو کمېسيون د ثبت شويو رايه ورکوونکو ناسمې شمېرې خپروي.

د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي، حکومت او امریکا غواړي په راتلونکي پارلمان کې داسې کسان ولري، چې هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر غني له بریالي کېدو سره مرسته وکړای شي او هم د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button