ولایتي شورا: ولسمشر له پکتیاوالو سره د شویو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۶)

د پکتیا ولایت قومي مخور او د ولایتي شورا وکیلان وایي، چې جمهور رئیس اشرف غني د تیر په څیر داځل هم د دې ولایت له خلکو سره شعاریزې ژمنې کړې او د عملي کار کوم څرک یې نه لیدل کیږي.
ولایتي شورا وایی؛ اشرف غني یوه میاشت وړاندې دې ولایت ته ورغلی و او د مامورینو د ښارګوټي د رغولو، د ګردیز-زرمت د لویې لارې د کاري پیل او د امنیې قوماندانۍ د نوې ودانۍ د جوړولو سربیره یې د ګڼو پروژو پرانیسته وکړه.

ولایتي شورا وایی؛ ولسمشر یواځې د پروژو پرانیسته کړې خو لا هم د عملي کار هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

په همدې حال کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازی بیا د ولسمشر ننګه کوي او زیاتوي چې ؛ د پروژو د پیل ټکنۍ چارې د خراب امنیت له کبله دي، کله چې امنیت تآمین شو دوی به یې سملاسي پیل کړي.
ولایتي شورا خبرداری ورکوي چې که حکومت د بهانو له کبله د پروژو کار نور هم وځنډوي ښایي د ژمي په راتګ سره یې کارونه د یخني په یو مخیزه توګه له امله لغوه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button