
د افغانانو روژه (۶)
نعمان لطیف
په روژه کې زمونږ دوهمه خبره داده چې (نه یې شې نیولای نو مه یې نیسه).
ځینې خلک په رښتیا روژه نشي نیولای خو له خپل ضد نه اوړي. شریعت مریض، مسافر او سپین ږیري ته اجازت ورکړی دی چې روژه وخوري.
مسافر او مریضان به روژه راګرځوي او سپین ږیري به فدیه ورکوي، مګر موږ افغانان په روژه نیولو کې دومره متشدد یو چې په خوله به غورځو خو روژه نه ماتوو.
روژه یواځې له خوراک، څښاک دبندېدلو نوم نه دی. روژه به دټول بدن وي، سترګې به مو له ناروا لیدلو بندې وي، غوږونه به مو له غیبت، تهمت او بهتان اورېدلو بند وي او خولې به مو په خوراک او څښاک سربېره له چټیاتو او اضافي ویلو بندې وي.
همدا وجه دی چې شریعت دسالم وجود څښتن ته دروژې نیولو امر کړی دی، او دهمدې له امله یې ځینې استثنائات پکې راوستي دي چې روژه په ټول بدن ده او په ټول بدن قابو دسالم بدن کار دی.
موږ ته خدای عزوجل بدنونه سالم راکړي دي خو په اضافي نشو او غوسو مو خپل حیثت خراب کړی دی.
په روژه کې نشه یې سړی په وړو وړو خبرو حوصله بایلي. په کور کې خلک ترې تنګ، په لاره او بازار کې دهر چا سره په جنګ او هر سړی ترې په څنګ تېرېږي.
په بېځایه غوسو او ناندریو خپله روژه هم خرابوي او نور مسلمان هم په ژبه متضرر کوي.
څوک چې هره نشه کوي لومړی دې دهغه نشې جانبي عوارض تر نظر لاندې ونیسي.
نصوار، سګریټ، ګولۍ او په وروستیو کې په ځوانانو کې دچرسو، پوډرو او شرابو وبا سرایت کړی دی؛ دا هره نشه په صحت سربېره عقل هم زیانمنوي، اسلامیت مو هم زیانمنوي او په ټولنه کې مو اعتماد هم له منځه وړي.
((ډاکټر هنري ایډورډ وایي: روژه زړه ته سکون او اطمينان وربخښي، دروژی له کبله دانسان زغم او تحمل زياتيږي او روژه په انسان کی دسختۍ تيرولو اوزغملو عادت پيداکوي))
خو دا په هغه صورت کې چې بدن سالم وي او کوپړۍ دنشو له ګرفت او تاثر خلاص وي.
هغه افغانان چې په نشه یې توکو روږدي دي، روژه یې ترې دخلاصون غوره لاره ده خو که نه یې پرېږدي، هیله ده دومره حوصله ځان کې پیدا کړي چې نه خپله روژه متضرره کړي او نه په چاپېریال کې دبل روژه دار.



