کابل: لومړي مکروریانو کې د زورواکو وسلوال خلک ځوروي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)

د کابل ښار د لومړي مکروریانو اوسیدونکي وایي، چې په دې سیمه د خپلسرو وسلوالو شتون دوی ته ستونزې زیاتې کړې او که مخه یې ونه نیول شي، ښایي دا حالت په یوه ناورین بدل شي.
دا زورواکان چې زیاتره حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او نورې سیاسي کړۍ دي د خپلو وسلوالو په مټ هرځای امنیتي پوستې جوړوي، او خلک ازاروي.

د سیمې اوسیدونکي وایی؛ هغوی ورسره سخت چلند کوي ، د دوی ناموسونو ته په سپکه ګوري او که یې پر وړاندې اقدام، یا له ځان څخه دفاع کوي له سخت غبرګون سره مخ کیږي.
د رومان په نامه د سیمې یو تن پژواک ته ویلي “څو ورځې وړاندې د یو بلاک درې هلکان په خپل موټر کې له یوې تنګې لارې د تېرېدو په حال کې وو، د یادو چارواکو له یو موټرسره مخ شول؛ خو دا چې د یاد موټر مخ کېدو ته ځای نه و او لار د څو شېبو لپاره بنده شوه، د پارلمان د یاد وکیل ساتونکو د ټوپک پر کنداغ دا درې ځوانان سخت ووهل“
خلک له حکومت نه غواړي، چې د دې ساحې په امنیت کې کوټلي ګامونه واخلي او د زورواکانو پوستې دې له سیمې ورټولې کړي.
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست یوه کارکوونکی وایي؛ د زورواکو د پوستو په جوړولو او د زیاتو ساتونکو په ګومارنې سره، دې ساحې د جګړې د ډګر رنګ خپل کړی دی.
بل پلو حکومت د دې کسانو پر وړاندې له اقدام کولو ډډه کوي او د کابل پولیسو د ۱۶ مې حوزې امرسمونمل محمد اصغر جهش له خلکو غواړي چې باید دا شکایت د حکومت پر ځای ولسي جرګې ته وکړي، ځکه د ده په وینا چې زیاتره زورواکي د همدې جرګې وکیلان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکو ټول ټاکنو نوماندانو سره له اوسه د کابل په ښار کې د امنیتي کسانو خوځښتونه زیات کړي چې دې چارې هم خلک له جدي ستونزو سره مخ او په ویره کې اچولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button