(کابل تکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)
د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي معينیت چې اوس پر خپلواکه اداره بدل شوی دی، دوه مستقل معینان لري چې دواړه خپل ځانونه د دې ادارې مستقل واکمنان بولي او یو بل نه مني.
د دې ریاست پخوانی معین رحیل فرملي چې د داکتر عبدالله له خوا ټاکل شوی و، اوس له دندې ګوښه شوی او پرځای یې میرمن ندیمه سحر د ولسمشر غني له خوا دې معینیت ته ګمارل شوې ده.
‘مسیر ورځپانې ته رسېدلي معلومات وايي چې پخوانی معین رحیل فرملي لا هم په خپل دفتر کې وي، ځان برحاله معین ګڼي او ندیمه سحر په همدې معينیت کې په یو بل دفتر کې ناسته وي او ځان د دې ادارې مشره ګڼي. ‘
سره له دې چې ندیمه سحر نوې د دې معینیت ټولواکه بلل کیږي خو لا هم د وزارت ډېری کارونه پخوانی معین رحیل فرملي ترسره کوي.
فرملي چې د اشرف غني فرمان نه مني، وایي؛ چې د اجرایه رئیس پرته یې څوک د لرې کولو توان نه لري خو ندیمه بیا مامورینو ته ګواښ کوي چې، که د دې ادارې اړوند چارې له نوموړې سره شریکې نه کړې په راتلونکي کې به یې له دندو وشړي.
یادې ورځپاڼې ته یې سرچینو ویلي چې غني په پام کې لري فرملي د سحر مرستیال او تخنیکي معین وټاکي او په دې توګه په دې اداره کې دوه جلا معینتونو (تخنیکي او مسلکي) رامنځته کړي، هغه وړاندیز چې د داکتر عبدالله ډلې رد کړی دی.
باید وویل شي چې د ګډحکومت د مشرانو ترمنځ دا لومړی جنجال نه دی چې د یوې ادارې پر سر رامنځته کیږي، تر دې ور اخوا په ګڼو ګمارنو او لویو مسایلو کې لا هم د منلو او نه منلو چنې هغسې روانې دي او ښایي د حکومت تر بقا پورې دا ناندرۍ همداسې دوام وکړي.















