(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)
د ټاکنو کمیسیون وایی؛ د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د تثبیت لړۍ له پیله تر اوسه چې یواځې څو ورځې کیږي شاوخوا ۱۲۴۰ کسانو ځانونه نوماند کړي او دا لړۍ لا هم پر مخ روانه ده.
کمیسیون زیاتوي؛ تر دې ور آخوا ۵۰۰ کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي دي.
له همدې ډلې لوی اکثریت کسانو په ننګرهار کې ځانونه ثبت کړي چې د ۸ میرمنو په ګډون ۷۸ تنو ولسي جرګې او ۱۰۴ د ولسوالیو شوراګانو ته نوم لیکنه کړې.
پر همدې مهال د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید بیا د ټاکنو پر کمیسیون نیوکه کوي چې دا ځل یې د تېرو انتخاباتو پر خلاف د نوماندانو د نوم ثبتولو لړۍ د معلوماتو له ورکولو پرته، پیل کړې ده.
خو د انتخاباتو کمیسیون ډاډ ورکوي چې خپل کارونه یې د بشپړ تیاري سره یوځای پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې د کاندیدانو د نوم ثبتونې لړۍ به د جوزا د میاشتې تر ۲۲ مې پورې دوام و لري چې اټکل کیږي زرګونه کسان په دې لړۍ کې خپل ځانونه ثبت کړي
د دې بهیر وروستی لېست به تر ارزونې وروسته، د اسد د میاشتې په ۱۲ نیټه اعلان شي















