د امریکا ولسمشر ته مډال ډالۍ کوونکي د خپل ملګري تر وژل کېدو وروسته ویلي چې د مډال جوړولو له امله پښېمانه دی.
نږدې څلور میاشتې وړاندې، په جنوري میاشت کې، ګل نبي او په لوګر ولایت کې د اربکیانو یوه محلي قومندان، فرهاد اکبري، د ځینو خلکو په مالي مرسته د پاکستان پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د سختو نیوکو له امله نوموړي ته د ۴۵ زره افغانیو په ارزښت د شجاعت مډال جوړ کړ، چې بیا یې وروسته په کابل کې د امریکا سفارت ته وسپاره څو ډونلډ ټرمپ ته ورسېږي.
خو اوس فرهاد اکبري، نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې ټرمپ ته د مډال جوړولو له امله خواشینی دی ځکه چې د امریکا حکومت او چارواکو په دې کار کې له لاس درلودونکو کسانو هیڅ ملاتړ ونکړ.
فرهاد اکبري دا خبرې د خپل ملګري، ګل نبي، تر وژل کېدو وروسته کړې دي.
ګل نبي درې ورځې وړاندې د طالبانو په یوه چاودنه کې ووژل شو. د لوګر ولایت د پولیسو یوه ویاند، شاپور احمدزي، ویلي ګل نبي تېره جمعه د هغه بم د چاودنې په پایله کې ووژل شو چې د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای شوی و.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر خپل ټویټر لیکلي چې ګل نبي د مډال په جوړولو کې د ”مجرمانه“ رول درلودلو له امله ووژل شو.
فرهاد اکبري نیویارک ټایمز ته ویلي، ”حاجي ګل نبي فکر کاوه چې امریکایان زموږ ملګري دي او مرسته مو کولای شي. په حقیقت کې، موږ تېروتلي وو ځکه ګومان مو کاوه چې امریکا مو د کار او نیت قدر او ستاینه کوي.“
فرهاد اکبري د راپور په پای کې ویلي، ”موږ فکر کاوه چې امریکا سپر پاور دی او ملګرتیا ته ارزښت ورکوي، خو داسې نه ده.“
نیویارک ټایمز وايي فرهاد اکبري د خپل ملګري تر وژل کېدو وروسته هندوستان ته د تللو پرېکړه کړې ده. ده ویلي، ”نه غواړم چې د خپل ملګري په څېر ووژلم. زما ژوند په خطر کې دی.“















