لاروی
دا وخت په نړۍ کې څلور هېوادونه انګلستان، جاپان، چین، او امریکا په ساینسي سیالیو سره بوخت دي.
هر یو هېواد غواړي یو له بله په ساینسي ډګر کې پرمختګ وښیي، چې ترڅه حده په دې ډګر کې چین او جاپان پرمختګ کړی دی، خو امریکا، چې د چین په مقابل کې یې په صنعتی پرمختګ کې ناکامي ولیده، اوس هڅه کوي په ساینس کې پر چین برلاسې شي. خو داسې ونه شول، او په ساینس کې هم امریکا له چین او ځینې نورو هغو هېوادونو چې په ساینس کې سره مقابله لري ماتې وخوړه.
امریکا نړیوال مارکیټ ته د څه مودې راهیسې د اوبر کمپنۍ بې چلوونکي ټکسې موټرې راایستلې دي.
څومره چې د ټکسي ښه والی وو تر هغې ورته د امریکایی هغې کمپنۍ چې بې چلوونکې ټکسې یې جوړه کړې ؤه زیات تبلیغات کول. خو امریکا سره د تبلیغاتو، لکه څرنګه چې یې په نړۍ کې په سیاسي کچه ماتې خوړلې ده، دا ډول یې په ساینس کې هم ماتې وخوړه.
د امریکایي اوبر کمپنۍ لخوا بې چلوونکې ټکسې تېره میاشت یوه ښځه وهلې ده. دغه ښځه ایلني هرزبرګ نومېږي. هرزبرګ په اريزونا کې تر سرک تېرېده چې بې موټروانه یا بې چلوونکي ټکسي ووهله او ښه سمه يې ژوبله کړه.
د ټکر ویډیو لاندې کتلای شئ:
هغه ورځ چې په امریکا کې بې چلوونکي ټکسي هرزبرګ ووهله، په ټلویزیون او نورو رسنیو کې د بې چلوونکو ټکسیانو په اړه خپریدونکې اعلانونه ونه لیدل شول.
له همغه ورځې چې بې چلوونکي ټکسې هرزبرګ وهلې، په امریکا کې ټولې د اوبر کمپنۍ جوړې بې چلوونکي ټکسیانې درول شوې دي او ترافیک ورته د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

د امریکا ترافیکو اوبر کمپنۍ ته خبر ورکړی چې تر څو یې دغه ستونزه نه وي حل کړي، په اړه یې څېړنې نه وي کړې، ترهغې به دغه بې چلوونکي ټکسیانې ولاړې وي.
دا مهال په امریکا کې د اوبر کمپنۍ علاوه د فورډ، جرنل موټرز، ټیسلا او وامیو کمپنۍ بې چلوونکي موټرې جوړوي، چې د اوبر له ناکامۍ سره د نورو کمپنیو پر ټکسیانو هم بې باورې پیدا شوې ده.
















