هغه افغان چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ستاینه کې یې د بېساري ګام په اخیستلو سره د خپل یوه زوی نوم ډونلډ ټرمپ کېښود، وايي چې دئ هم نور په افغانستان کې ځان خوندي نه احساسوي او غواړي له افغانستانه ووځي.
اسدالله پویا، چې پر خپل یوه کلن ماشوم زوی یې د ډونلډ ټرمپ نوم ایښی، د امریکا له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د ټرمپ لپاره د شجاعت مډال جوړوونکي تر مرګ وروسته نوموړی هم وېرېږي.
پویا وايي، پر خپل زوی د ټرمپ د نوم ایښودلو له امله، نوموړي د کډوالو په یوه اداره کې خپله دنده له لاسه ورکړه، او اوس خپل ماشومان ښوونځي ته هم نشي لېږلای.
”زما د زوی د نوم په اړه د غبرګونونو تر لیدلو او همداراز د طالبانو له لوري ولسمشر ټرمپ ته د مډال جوړوونکي تر وژل کېدو وروسته، زه د خوندیتوب احساس نه کوم. زما او زما د کورنۍ ژوند په خطر کې دی. زه د ژغورل کېدو غوښتنه کوم.“
اسدالله پویا له خپل پخواني مېشت ځایه، دایکندي ولایت، کابل ته تللی. خو وروسته یې نیویارک ټایمز ته ویلي چې له هېواده وتلی او پټ شوی دی.















