(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۱)
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د جاني خیلو په امبارخانې سیمه کې د ۰۲ په نامه د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې پر ولسي خلکو عملیات کړي.
یوې ځایی حکومتي سرچینې امریکا غږ ته منلې چې په دې برید کې یو سپین ږیری دوه یې ځامن او یو د هغه وراره وژل شوي او د کورنۍ دوه ماشومان ټپیان دي.
سرچینې ویلي، ځانګړو ځواکونو څلور تنه کلیوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي او تر څنګ یې د کلي د خلکو دروازې هم ماتې کړي او د کورونو څخه يې قيمتي توکي چور کړي دي.
ځایي خلک وایي، وژل شوي او بندیان ټول ولسي خلک و او له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼى د برید پخلی کوي خو د نورو جزئیاتو له ورکړې یې ډډه کړې.
دا په تیره یوه اونۍ کې د یادې قطعې له خوا دوهم برید دی چې په لوی لاس ولسي خلک په کې په نښه کوي.
څو ورځې وړاندې هم د ۰۲ په نامه قطعې د دې ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د مشرانو جرګې د مشر مسلمیار د کورنۍ غړي په نښه کړي و، چې د یوه اربکې قوماندان په ګډون یې ۹ تنه ځای پرځای ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړي و.
د حیرانتیا خبر داده چې لا هم د مشرانو جرګې رئیس د دې برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.


















