د کابل- کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۱)
د ګندهار ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده سیمه کې یوه ۴۰۴ ډوله موټر له یوې سراچې سره ټکر کړی.
د کندهار د ترافیکو مدیر سمونوال محمد الله وایي؛ په دې پیښه کې ۵ تنه وژل شوي او یو تن سخت ټپي ده.
نوموړی زیاتوي، ټپي او وژل شوي کسان ټول په سراچه کې سپاره و او د ۴۰۴ بس موټر سپرلیو ته هیڅ کوم زیان نه دی اوښتی.
د ترافیکو د مدیر په خبره؛ یاد ۴۰۴ ډوله بس موټر د احمدشاه ابدالي د شرکت اړوند و، او د پیښې د څرنګوالي په اړه یې څیړنې پیل کړې .
باید وویل شي چې پر یاده لویه لاره وخت ناوخت د موټرو تر منځ ورته بوږنونکې ترافیکي پیښې رامنځته کیږي چې ډیره پړه یې د موټروانانو پر بې احتیاطي او د لارې خرابوالي ته نیول کیږي.



