ناټو په افغانستان کې د کلمبیا له هیواد څخه ملاتړ غوښتی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۲)

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ چې تیره ورځ یې په بروکسل کې خبرې کولې وویل؛ د افغان جګړې او سولې په برخه کې دا ځل د کلمبیا مرستو او تجربو ته تږي یو تر څو هلته ترې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کو پخاطر مثبته استفاده واخلو.
نوموړي زیاته کړه؛ ‘ موږ د دې هیواد له مشرتابه غواړو چې د ګډو منافعو له امله باید دا هیواد موږ په افغانستان کې یواځې پرې نږدي، موږ به یې له داخلي حکومت سره مرستې زیاتې کړو.‘

دا په داسې حال کې ده چې دې هیواد په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې تر څو د لاتینې امریکا د یو قوي هیواد په توګه له ناټو سره یوځای شي.
کلمبیا هم خپله له ناټو خپله مرسته په مشروطه توګه منلې او د دې هیواد جمهور رئیس ‘خوآن مانوئل سانتوس‘ ویلي چې که ناټو یې په ځینو برخو کې مرسته وکړه، دوی چمتو دي خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
د کلمبیا پوځ څوکاله پرلپسې د فارک له یاغیانو سره جګړې وکړې چې په کې له دواړو خواوو تر ۲۶۰ زرو ډیر کسان ووژل شول او بالاخره یې دوه کاله وړاندې د سولې یو خپلمنځي تړون لاسلیک کړ.

ناټو داسې مهال د کلمبیا د مرستې غوښتنه کوي چې یاد اتحاد د امریکا په مشرۍ د لسګونو هیوادو په ملتیا افغانستان کې پراخ جنګي حضور لري او وخت په وخت خپل حضور د امریکا په غوښتنه پراخ او لا منسجموي.
شنونکي وایي، امریکا د هیوادونو  راجلبول د وسلوالو د ځپلو لپاره نه ، بلکه په سیمیزه کچه د خپل حضور لپاره د مخالفت د مخنیوي په خاطر هڅې کوي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button