امنیتي ځواکونو ته د غذایي توکو د لیږد پخاطر له نویو شرکتونو سره قراردادونه وشول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۲)

د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره وایي چې امنیتي ځواکونو ته یې د خوراکي توکو له نویو قراردادیانو سره تړونونه کړي او پخواني کسان یې تر ډیره لرې کړي.

د یادې ادارې مسؤلین وایي، داسې قراردایان یې هم شړلي چې له تیرو ۱۵ کلونو راپه دیخوا یې دا چاره مخته وړله.
د تدارکاتو ملي اداره داسې مهال دا ګام پورته کوي چې تیره اونۍ په بادغیس کې د خوراکي توکو یو داسې قراردادي کشف شو چېد بادغيس پر پوليسو یې لس کاله مرداره غوښه خوړلې وه

یادې ادارې ویلي؛ که نویو قراردادیانو توکي پرخپل وخت نه و رسول او یا یې ناغیړي وکړه له محرومیت سره به مخ او په تور لیست کې به یې داخل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button