امنیت شورا د اسرائیل او فلسطین په ګټه دوه بیلابیلې مسودې رد کړې
فلسطیني چارواکو ویلي؛ موږ په هر قیمت د غزې د محاصرې د ختمولو غوښتونکي یو خو اسرائیلو بیا د هیلي څخه مننه کړې چې په هر سخت حالت کې یې ددوی دفاع ته وردانګلي او وضعیت یې د دوی په ګټه راڅرخولی دی .

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۲)
په ملګرو ملتونو کې تیره شپه د امنیت شورا ته د اسرائیلو او فلسطین د جنجالي مسئلې اړوند دوه مسودې وړاندې شوې.
لومړۍ هغه یې د کویټ له خوا وه چې د دې شورا دوره مشري یې پر غاړه ده.
د کویټ په مسوده کې د یهودي رژیم له خوا د فلسطین د محاصرې د ختمیدو تر څنګ د اشغال شويو فلسطیني اماکنو او د دې هیواد د یرغمل نیول شوو خلکو د خلاصون غوښتنه شوې وه.
روسیې دا مسوده تائید کړه او زیاته یې کړه چې اسرائیل باید خپل اشغال ته د پای ټکی کیږدي.
خو د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، چې دا مسوده د حماس ډلې د تقویه کولو او هغوی ته د مشروعیت د وربښلو په معنا ده چې موږ یې ردوو.
د کویټ مسوده امریکا رد “ ویټو“ کړه او په خپله یې داسې مسوده چې د اسرائیلي رژیم منافع په کې سنجول شوي و، د امنیت شورا ته وړاندې کړه.
کویټي استازي د امریکا له خوا د خپلې مسودې د رد پر مهال وویل
“ دلته اشغالګر قوتونه له ټولو بین المللي قوانینو مستثنا دي“
د امریکا له خوا وړاندې شوې مسوده د روسیې، بولیویا او کویټ ویټو او ۱۱ هیوادونو ممتنع رایه وکاروله چې رایو په اکثریت سره هغه هم رد شوه.
امریکایې استازې هیلي وویل؛ نړیواله ټولنه لا هم د حماس غورځنګ د ځپلو هوډ نه لري چې دا کار په غزه کې د اسرایلو مشروع مداخلې ته لار هواروي.
فلسطین او اسرائیلو د دواړو مسودو د رد او تائید په تړاو مختلف غبرګونونه درلودل.
فلسطیني چارواکو ویلي؛ موږ په هر قیمت د غزې د محاصرې د ختمولو غوښتونکي یو خو اسرائیلو بیا د هیلي څخه مننه کړې چې په هر سخت حالت کې یې ددوی دفاع ته وردانګلي او وضعیت یې د دوی په ګټه راڅرخولی دی .



