کابل کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټیک کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۲) د کابل پوليس وايي، چې نن سهار مهال د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاودنې شوې چې په ترڅ کې يې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، چاودنه د اطلاعات و فرهنګ مربوط په یوه هایکلس موټر شوې ده.

د هغه په وينا، د اطلاعات و فرهنګ کارکوونکي د خپل کار دفتر ته پر لاره و چې چاودنه پرې شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button