(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۲) د غور د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي وايي، د نا معلومه وسله والو له لوري د پوزه ليچ د برېښنا بند مسئول وژل شوی دی.
د نظامي په خبره، د برېښنا بند مسئول خواجه محمد تېره ورځ د خپلې دندې له ځايه د کور پر لور روان و چې د مرکزفیرزوک کوه مربوط سيمه کې پرې بريد شوی چې خپله وژل شوی او ساتونکی يې ټپي شوی دی.
نظامي وايي، تر دې دمه د دغه برید هدف نه دی معلوم خو پوليس څېړنې کوي ترڅو د نوموړي د وژل کېدو لامل معلوم کړي.
تر اوسه د یاد بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو د راپورونو پر بنسټ په لويديځو ولايتونو کې ایران د بندونو د جوړېدو مخالف دی.
د پوزه ليچ بند تړون شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د پنځلس نيم ميليونه ډالرو په ارزښت له “روس الکترو” شرکت سره لاسليک شو او ټاکل شوې وه چې د دغه بند کار به د ۲۰۱۹م کال تر نيمايي بشپړې شي خو ياد شرکت يې چارې يو بل کورني شرکت ته وسپارلۍ او هغې شرکت بيا راتب جاويد په نوم درېيم شرکت ته وسپارلې چې لا هم د دغه بند کار نيمګړی پاتې دی.
دغه بند د هریرود پر سر جوړيږي چې تر جوړېدو وروسته به د څلور ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت ولري او څلور زره کورنۍ به رڼا کړي.















