د عجوه او نورو خُرماوو په هکله هر اړخیز معلومات

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۲)

زیاتره حجاج کرام کله چې خپلو هیوادونو ته ور ګرځي نو د ډالۍ په توګه یو شمیر اقاربو ته د عجوه خرما ورکوي چې دا د خرما د ډولونو تر ټولو عالي کیفیت لري.د عجوه په هکله ساینس پوهانو پخپلو څېړنو کي جوته کړې چې یاده خُرما د زهرو اغیزې له مینځه وړي او زهر داسې حالت ته رسوي چې انسان ته هیڅ تاوان ونه رسوي.
د ساینس پوهانو دا څېړنه دهغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي “ که هرڅوک د ورځې ۷ عجوه خرماوي وخوري پر دغه سړي باندي نه زهر او نه هم جادو اغیز کوي “:

یوه ډېره ساده نسخه   داده چي د عجوې د خرما مندکي دي د اوړو غوندي ميده کړه سي.
او  ناروغه دي يې هر سهار د اوبو سره د چايو د نیمي کاچوغي په اندازه وخوري. په دې سره به انشاء الله
 تعالی  د زړه ټولي ناروغۍ ورکي سي.
 د قادسيې په جنګ کي د ایران فاتح حضرت سعد بن ابي وقاص ته د زړه حمله پیښه شوې وه چي په زړه کي يې ناڅاپه تکلیف پیداسوی و. نبي کریم صلی الله علیه وسلم ور ته دغه دواء وښووله. حضرت سعدبـن ابي وقاص دغه نسخه د هدایت سره سم عملي کړه او ورسره روغ رمټ سو.
عجوه خرما

د خرما ډیر ډولونه او اقسام دي چې عجوه، شامي، مبهل او برني یې په سر کې راځي. رسول الله ص به عجوه او برني خرما ډیره زیاته خوښوله، د برني خرما په اړه پیغمبر علیه الصلوة والسلام فرمایي چې : دا د خیټې مرضونه له منځه وړي او په دې کې هیڅ ډول مرض نشته.برني خرما لږ غوښنه وي او زړی یې د نیست برابر وي
د یادو خرماوو یو شمیر ګټې په لاندې ډول دي؛

خرما د پاکتیین ډوله مواد لري چې د رګونو د بندیدلو او د وینې کولسترول مخه نیسي.

همداراز یاده خرما مو د ممکنه سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي، د بواسیرو وقایه او زنانه و لپاره د ولادت او حاملګي مراحل اسانوي.

 

د عمومي  خرما حیرانونکې ګټې

خرما کې د وسپنې اندازه ۱۰.۶ ده کومه چې د هر ډول سبزیانو څخه څو چنده زیاته ده له همدې وجې نه خرما ته د وینې د پیدایښت خزانه ویل کیږي.

خرما د فلور په نامه مواد هم لري چې د غاښونو د خرابیدو یا چینجي وهلو مخه نیسي.
همداراز د سوډیم، پوتاشیم او مختلفو ویټامینونو په درلودلو سره د تسمم د دفع لپاره مفید درمل دي.

خرما د هډوکو له نرمي او ماتیدو هم مخنیوی کوي ځکه له کلسیم او فاسفورس نه برخمنه میوه ده او تر څنګ یې د پوتاشیم له برکته د اشتها د زیاتوالي او د ذهني پیاوړتیا لپاره هم ګټوره ده

خرما کې مګنیزیم په نامه مواد هم شتون لري چې د بدن عمومي ضعف او د زړه خفګان له منځه وړي او تر دې ور آخوا د روماتیزم لپاره بهترینه دوا ده ځکه د ‘پورون‘ له مادې برخمنه ده.

خرما د پروتین په درلودلو سره د جنسي ځواک په پیاوړي کولو کې هم مرسته کوي او همداراز د پوستکي د وچ والي او د سترګو د توروالي لپاره اغیزناک درمل دي.

 

خرما

‏خرما د هاضمې د جهاز او عصبي ناروغیو لپاره هم فایده لري ځکه له ویتامین اې ، إن بي إس نه برخمنه ده.
خرما د معدې د زخم او التهاباتو په مخنیوي کې مهم رول لري.
او بالاخره خرما د کوچنیانو لپاره تر ټولو مفید خوراک بلل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button