د امریکا متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د کویټ لخوا د وړاندې شوي پریکړه لیک په اړه چې د عربي نړۍ په استازیتوب یې د فلسطینیانو د مرستو ېه نوم وړاندې کړ د ویټو حق استعمال کړ.
دا ویټو هغه مهال د تایید وړ ګرځيدای شي چې لس ستر هیوادونه یا دایمي غړي، چې له جملې یې چین، فرانسه، او روسیه هم دي، دا ویټو تایید کړي. په داسې حال کې چې له دې سترو هیوادونو څخه څلورو یې د امتناع رایه وکاروله، او پاتې نورو ټولو هیوادونو د غزې په هکله د امریکا پر ضد رایه ورکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د کویت لخوا وړاندې شوی مشروع یو طرفه وګاڼه، او دلیل یې دا وړاندې کړ چې ګوندې د حماس نوم پکې ندی یاد شوی.
هیلي وویل چې د غزې تړانګې د وروستیو پیښو په اړه دا یو ناسالم مشروع دی ځکه چې د غزې په تړانګه کې د تشدد ټوله پړه پر اسرائیلو غورځول شوې ده.
په غونډه کې د کویت استازی تاسف ښکاره کړ چې دغې غونډې ونکړای شول د فلسطینیانو د تامین ملاتړ وکړي، او ویې ویل چې اسرائیل یو ځل بیا په داسې شکل سره ځان راڅرګندوي چې ګوندې له نړیوال قانون څخه پورته دي او ځان ته د قضائي خوندیتوب ورکولو په فکر کې دي.
په غونډه کې وروستنۍ پریکړې غوښتنه وکړه چې د فلسطیني ملکي خلکو د ملاتړ په هکله دې د امنیت د تضمین لپاره په اقدام کولو سره د تدابیرو په نیولو کې بیا کتنه وشي. او د ملګرو ملتو د عمومي منشي انتونیوګوتیریش نه یې غوښتنه وکړه چې په دې اړه یوه نړیواله اعلامیه خپره کړي.
پدې وروستیو کې د امنیت شورا غونډې د امریکا د متحده ایالتونو پریکړه رد کړه ځکه امریکا وایې چې ګوندې په غزه کې د وروستیو له تشدد ډکو پیښو تر شا د فلسطین د حماس ګوند لاس و.
امریکا یواځینی هیواد و چې د امنیت شورا په دې غونډه کې یې د خپل ځان لپاره رایه ورکړه او پاتې نورو ۱۱ هیوادونو له رایې ورکولو نه امنتاع وکړه او بولیفیا، کویت او روسیې بیا د امریکا پر ضد رایه وکاروله.
د الجزیرة خبریال وایي چې په دې غونډه کې جالبه دا وه چې پخوا به اروپایي هیوادونو او د امنیت شورا د غونډې ټولو ګډونوالو د فلسطین او اسرائیلو د قضایاو په اړه د امریکا په پلوۍ رایه کاروله خو دا ځل خبره برعکس شوه او امریکا منزوي او یواځې پاتې شوه.
پداسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو د تیر کال په دیسمیر میاشت کې د هغې پریکړې پر ضد د ویټو حق استعمال کړ چې په هغې کې د ټرمپ لخوا د امریکا سفارت له تل ابیب نه نیول شوي بیت المقدس ته لیږدول کیدو پر ضد وه، سره له دې چې دغې ویټو له ځانه سره د امنیت شورا د ۱۴ هیوادونو تایید هم درلود.
په امنیت شورا کې چې د پریکړې لپاره هر ډول قضیه وړاندې کیږي نو لږ تر لږه ۹ تاییدی رایو ته اړتیا لري، چې د امنیت شورا دایمي غړي ( برتانیا، فرانسه، متحده ایالات، روسیه او چین) غړي بیا نشي کولای د ویټو حق استعمال کړي.
عزیر اسدخیل















