د فرانسې لوموند ورځپانې ویلي دي چې سعودي عربستان قطر ته ګواښ کړی چې که له روسیې څخه یې ایس400 ډوله توغندي ترلاسه کړل نظامي برید به پری وکړي، ورځپانې څرګنده کړې چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز د فرانسې له ولسمشر ایمانول ماکرون نه غوښتنه کړې څو قطر د یادو توغندیو له پیر نه منع کړي.
ورځپاڼې یادونه کړې چې د سعودي پاچا د فرانسي ولسشمر ته یو لیک استولی او له روسیې څخه د قطر لخوا د دافع هوا لپاره د ځانګړو توغندېو (ایس400 ) په احتمالي ترلاسه کولو یې خپله ژوره اندیښنه ښودلې، سعودي ویلي دی چې د قطر لخوا د دې توغنديو ترلاسه کول د دې هیواد هوایی سلامتیا ګواښي او په سیمه کې ویرې اچونې ته وده ورکوي.
سعودي پاچا ګواښ وکړ چې د قطر د دې عمل پر وړاندې به خپل ټول اقدامات وکړي چې له جملې نه یې نظامي مداخله هم شامله ده، هغه له فرانسوي ولسمشر نه غوښتنه کړې چې پر قطر باندې د دې توغندیو د نه پلورلو په اړه مرسته وکړي څو په سیمه کې تاوتریخوالی رامینځته نشي.
فرانسوي ورځپانې ویلي دي چې تر اوسه یې د دې لیک د محتوا او نظر په اړه چې له یوې فرانسوي سرچینې نه یې ترلاسه کړی د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت او سعودي چارواکو لخوا کوم ډول تازه څرګندونې ندی ترلاسه کړي، خو ویلي یې دي چې ډیر زر به په اړه لازم تفصیلات ترلاسه او خپاره کړي.
په روسیه کې د قطر سفیر فهد بن محمد العطیه د روان کال په پیل کې ویلي وو چې قطر هڅه کوي څو هغه روسي توغندي ترلاسه کړي چې په ټوله نړۍ کې د دافع هوا لپاره ورنه کار اخیستل کیږي، او ټینګار یې کړی و چې له روسي چارواکو سره یې په دې اړه مذاکرات مخ پر وړانډې روان دي.
د قطر د سفیر له دې څرګندونو نه یوه میاشت وروسته سعودي هم اعلان کړی و چې هڅه به وکړی څو دوی هم دغه ایس400 توغندي ترلاسه کړي.
د سعودی دا ګواښونه د هغې کړۍ سلسله ده چې له یو کال راهیسې یې پر قطر اقتصادي بندیزونه وضع کړي او په اړه یې د هیڅ ډول تخفیف نیت هم نه لري، او دلیل دا ښئ چې ګوندې د قطر په وړاندې دا ډول اقدامات د خلیج د قضایاو او ستونزو د حل لپاره مقدماتي اقدامات دي.
آصف الله آصفي















