سبا د افغانستان او بنګله دېش د شل اوره کرکټ سياليو لړۍ پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۲) د افغانستان او بنګله ديش تر منځ د کرکټ د شل اوريزو سياليو لړۍ سبا د یکشنبې په روځ د جون پر درېيمه پيلېږي.

د شل اوره کرکټ دغه سيالۍ د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان په کوربه توب د راجيف ګاندي په نړيوال لوبغاړي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيه مشر شفيق الله ستانکزی د بنګله دېش سره د دغه درې شل اوريزو لوبو ګټل ځکه مهم وبلل چې په وينا يې افغان کرکټ ملي لوبډله بايد د روان کال تر پايه د نړې د اتو غوره لوبډلو په منځ کې خپل ځای وساتي ترڅو د راتلونکي څلور اوريز نړيوال جام دوهم پړاو ته لاره پيدا کړي.

د افغانستان او بنګله دېش د شل اوريزو سياليو لړۍ به د روانې مياشتې له درېيمې تر اوومۍ نيټې روانه وي او ټاکل شوې ده چې د همدې مياشتې له څوارلسمې تر اتلسمې نيټې د بنګلور په ايم چینا سوامي لوبغالي کې له هند سره دوستانه لوبې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له تېرې يوې نيمې مياشتې د دغه سياليو د چمتووالي لپاره په هند کې په تمريناتو بوخته ده.

پرون ماښام د بنګله ديش کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د الف لوبډلې تر منځ په تمريناتي سيالۍ کې افغانستان بنګله ديش ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button