د طالبانو پخوانی بندي په سختو شرایطو له زندانه خوشی کېږي

ټاکل شوې له طالبانو سره پخوانی کاناډايي بندي، چې هېواد ته تر ستنېدو وروسته د جنسي ځورونو او نورو تورونو له امله بندي شوی و، د ضمانت په سختو شرایطو له یوه کاناډايي زندانه راخلاص شي.

جوشوا بویل د تېر کال د ډسمبر پر ۳۱مه نېټه، خپل هېواد ته تر ستنېدو دوه میاشتې وروسته، د جنسي ځورونو، د قتل ګواښونو او د پولیسو د تېرایستلو په ګډون د ۱۶ نورو تورونو له امله ونیول شو. خو محکمې د نوموړي د قربانیانو او ګواهانو د پېژندنې په اړه د معلوماتو پر خپرولو بندیز لګولی.

د طالبانو له بنده خوشي شوی کاناډایي د جنایي جرمونو په تور ونیول شو

د نوموړي یوه وکیل، لاورنس ګریسنپون، ویلي ښايي بوایل د راتلونکې دوشنبې په ورځ ازاد شي.

د کاناډا ’د ګلوب اینډ مېل‘ ورځپاڼې په یوه رپورټ کې ویلي، له بنده د خلاصېدو د شرطونو له مخې به، بوایل د کاناډا پلازمېنې اوټاوا ښار ته په یوه نږدې پراته کلي کې له خپل مور او پلار سره په نظربند حالت کې ژوند کوي، او د جي پي ایس یو لاسبند به اغوندي څو د نوموړي حرکات وڅارل شي. همداراز، د بوایل مور او پلار به د نوموړي د ضامن په توګه ۱۰۰۰۰ امریکايي ډالره رهن ږدي.

”د طالبانو له بنده ازادې شوې جوړې غالباً اسلام منلی“

بوایل به یواځې له خپل مور او یا پلار سره د ډاکټر د لیدلو، خپلو وکیلانو سره د کتلو او محکمې ته د حاضرېدو لپاره اوټاوا ښار ته ځي. نوموړی به خپلې رواني درملنې ته دوام ورکوي، وسله به نه ګرځوي او، همدارنګه، انټرنیټ هم نشي کارولای.

کاناډايي جوشوا بوایل او د هغه امریکايي مېرمن، کیټلان کولمېن، په ۲۰۱۲ز کال افغانستان ته د یوه سفر پر مهال طالبانو ونیول. یاده جوړه – له خپلو ۳ ماشومانو سره چې ټول یې د پنځه کلن بند پر مهال زېږېدلي – د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پاکستاني ځواکونو د طالبانو له بنده خلاص کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button