فاریاب: د ملي اردو تر نیمایي زیات هاموي ټانګونه د طالبانو لاس ته لویدلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۲)

په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي وایی، چې طالبانو په دې ولایت کې د دولتي ځواکونو د پراخو مهماتو او وسلو ترڅنګ لسګونه وسایط هم نیولي.

د جوزجان ولایت استازی عبدالستار درزابي وایي، د تشکیلاتو ترمخه، په فاریاب ولایت کې میشت امنیتي ځواکونه ۷۰ هاموي ټانګونه لري چې یواځې ۳۶ عرادې یې اوسمهال له وسلوالو طالبانو سره دي.

درزابي زیاتوي، طالبانو دا وسلې د پوستو په نیولو، د امنیتي ځواکونو سره د معاملو او د ولسوالیو د سقوط له لارې لاس ته راوړي دي.

په همدې حال کې د فاریاب ولایت استازی ګل محمد قهرمان له طالبانو سره د یادو لسګونو هاموي ټانګونو شتون مني او زیاتوي چې همدا اوس د دې ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ۱۱ د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې دي.
پهلوان وایي؛ طالبان د دولتي ټانګونو او مهماتو په نیولو سره په عالي روحیه کې دي او د دې وړتیا هم لري چې د میمنې ښار ته هم سقوط ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button