د پکتیکا د پولیسو په پوستو کې کوچني ماشومان څوک وو؟

نصیب ځدراڼ

تیره ورځ د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند “زاوکه” سیمه کې د “شینوارو” پولیسو یولس کلن ماشوم په ډزو و ویشت او مړ یې کړ.د سیمې خلکو وایي چې ماشوم یې ځکه و واژه چې د دوي پوستې ته یې د اوبه خیژولو څخه انکار کړی وو.د ماشوم په سر د اربکیانو او پولیسو تر منځ نښته رامنځ ته شوه چې درې تنه پولیس پکې و وژل شول..د “شینوارو پولیس” په نامه پولیس په ټوله پکتیکا کې مشهور دي،د پکتیکا په اکثرو ولسوالیو کې پوستې لري.

د سیمې خلکو د وژل شوي ماشوم جسد له ځان سره واخیست او د پکتیکا ولایت مرکز “ښیرنې” ته یې د احتجاج لپاره یوړه.هلته دولتي چارواکو ژمنه ورسره وکړه چې د پیښې پلټنه به کوي.او د وژل شوي ماشوم قاتلانو ته به سزا ورکوي.

پرون یو هیئت د امنیه قومندانې له طرفه د ملي اردو د یوې قافلې په بدرګه د “زواکه” سیمې ته ورغی تر څو چې د پولیسو او اربکیانو تر منځ جوړه ور کړي.د پکتیکا اوسیدونکی او فیسبوکي فعال محمد اقبال سروضیوال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې هیئت د تګ نه مخکې دوه ځایه پولیسو د هیئت د راتګ په لار کې کمین نیولی تر څو چې هیئت بیرته وګرځوي او له حقائقو خبر نشي.

هیئت چې کله سیمې ته ور ورسیدو د پولیسو په پوستو کې یې شپږ ماشومان لاس په لاس ونیول څوک چې هلته ساتل شوي وو او له دوي څخه چې بیګار اخیستل کیدو.د ټولو ماشومانو عمرونه له لسو کالو نه کم وو.

وژل شوی یولس کلن ماشوم چې د د حیدر خان مشر زوی وو او شپږم ټولګي زده کونکی وو په همدې جرم و وژل شو چې د وطن،ناموس او مال “ساتونکو” ته یې جبراً کار کولو څخه انکار کړی وو.

پکتیکا کې د ماشومانو سره د امنیتي ځواکونو له طرفه دغه رنګ چلند نوې خبر نه ده.تیر کال په بیرمل ولسوالۍ کې سرحدي عسکرو یو څورالس کلن ماشوم “نجیب”په دي جرم وژلی وو چې د دوی شیطاني غوښتنې د منلو څخه یې انکار کړی وو.

خو لري پرتې سیمې او د میډیا له طرفه په دغه رنګ پیښو پرده اچول هغه عوامل دي چې امنیتي ځواکونو نور هم زړور کوي چې د خلکو سر او ناموس سره دغه رنګ چلند وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button