!
لیکوال:عطاءالله مبارز
په امریکا د (۱۱) سپټمبر ترحملو وروسته
د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه نيټه د امریکا په مشرۍ صلیبي اتحاد د افغانستان په پاکه خاوره د ټولو نړیوالو قوانینو او بشري نورمونو خلاف یرغل وکړ.
د امریکا د هغه مهال جمهوري غوښتونکی ولسمشر جورج ډبلیوبوش یاده جګړه په ډیرکبر اوغرور مقدسه صلیبي جګړه وبلله اوکلک هوډ یې څرګندکړ چې هرهغه څوک چې د امریکامخ کې خنډجوړیږي له مینځه به یووړل شي او یاد هوډ یې د (CIA) په مالي مرستو پړسیدلو رسنیو اوافغاني اجیرانو هم په ډېره بې شرمۍ او سپین سترګۍبدرګه کاوه.
هیچادا فکرنه کاوه چې له دومره امکاناتو سره به هم څوک د صلیبي اتحاد په وړاندي مقابلي ته زړه ښه کړي، د امریکاتر يرغل نژدې (۴۰) ورځې وروسته اسلامي امارت لومړی له شمال، بیا پلازمینه کابل، ورپسې کندهار او پای کې له جنوبي ولایتونو څخه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مستقیم هدایت تکتیکي شاتګ وکړ ترڅو مجاهدین او عام هیوادوال له مرګ ژوبلي او ښارونه له ویجاړي وژغورل شي او د یومنظم او ګټور پلان له مخې مجاهدین دصلبیانو په خلاف مقدس جهاد ته اماده کړي.
افغانستان یوه غرنۍ جغرافیه لري چې د ګوریلایي جګړو لپاره بیخي برابره ده همدا وجه وه چې ډېر ژر د امریکایانو اوګوډاګیانو په خلاف په اطرافي سیموکې بریدونه پیل شول.
د دې مشروع مقاومت په وړاندې به د اشغال په لومړيو کې نيواکګرو او کورنيو ټټوګانو په زغرده ويل چې طالبان يو څو کسان دي او په ډېر لږ وخت کې به له منځه ولاړ شي.
خو د وخت په تیریدو نه يوازې د مجاهدينو مقاومت کمزوری نه شو، بلکې لا پراخ او ځواکمن شو، تر لویو ښارونو ورسیده او ورځ تر بلې د اشغالګرو او ګوډاګیانو لپاره د اسلام ضد او افغان ضد موخو په ترلاسه کولو کې خنډونه زیاتېدل.
د جورج بُش په اته کلنه دوره کې څوځله د جګړی د ګټلو لپاره ستراتیژیو کې ادلون بدلون راوستل شو او نويوجنرالانو ته د جګړې رهبری ورکړل شوه، هر ځل د جګړې د ستراتېژۍ د مؤثريت او د جنرالانو د فوځي وړتیا د ښکاره کولو په موخه اجیرو رسنیو له خورا مبالغې ډکه فکري او تبليغاتی جګړه هم په مخ بوتله.
خو لله الحمد د الله جل جلاله په نصرت، د مسلمان ملت په پوره همکارۍ او د اتلو مجاهدینو په بې دریغه قربانیو یې هرځل ستراتیژيانې ناکامه او مغرور جنرالان ټیټې سترګې تیښتې ته اړل شول.
د بش دوره ختمه شوه واک ته د دیموکرات ګوندکاندید بارک اباما ورسید او امریکایي ولس چې د افغانستان له بې پايلې او خونړۍ جګړې تر پوزې راغلی و ، بارک اوباما ته په دې امید رایه ورکړه چې یاده جګړه ختمه او څومره چې ژر کیدای شي امریکایي عسکر له افغانستانه راوباسي.
خواباما د دې پرځای چې د خپل اولس غوښتنی په پوره توګه ومني څه شمیرعسکریې وویستل اونور یې د افغان ځواکونو د روزنې په نوم پریښودل؛ خو يادو امریکایي عسکرو د پخوا په شان د افغانانو په وژنه، ځورونه او له مجاهدينو سره په جګړو او په ځانګړي ډول شپنیو چاپو کې، په پراخه پیمانه برخه اخیسته. د بارک اباما دوره هم پای ته ورسېده؛ خو د امريکا لپاره بې پايلې او خونړۍ جګړه ختمه نشوه.
واک یوځل بیا د ډونالډټرمپ په مشرۍ جمهوري غوښتونکو ته په لاس ورغی، که څه هم ټرمپ د انتخاباتي هلوځلو پر مهال د امریکايي ولس د تېر ایستنې په هدف داسې ښکاره کوله چې ګواکې د افغانستان د جګړې مخالف ده او ياده جګړه يې له فوځي او اقتصادي پلوه د امريکا لپاره يو ناورين باله.
خوکله چې رسما واک ته ورسیده، د تېرو حکومتونو ناکامو پاليسیو ته وروګرځېده او د جګړې په دوام او شدت يې ټينګار وکړ، د افغانستان د جګړې لپاره يې له پراخ رسنيز پوښښ سره نوې ستراتيژي اعلان کړه، چې د ګوډاګۍ ادارې لخوا له بې ساري استقبال سره مخ شوه او دا يې څرګنده کړه چې دوی د افغان بحران د حل لپاره په مذاکراتو باور نه لري.
اوس ډيری جنګي ماهرين او سياسي مبصرين په دې اند دي چې امریکا په افغانستان کې په يوه اوږده او بې پايله جګړه کې ښکېل ده، او د بريا هيڅ څرک يې نه ښکاري، خو امريکا لا په خپل خره سپره ده او وروستۍ هڅې کوي چې ياده جګړه له فوځي لارې وګټې.
اوس څو ورځې کيږي د غربي رسنیو له لوري په پراخه کچه ګنګوسې خپريږی چې امریکا په پام کې لري د افغانستان د جګړيز ماموريت د پرمختګ لپاره د جنرال نیکولسن پرځای جګپوړی او تجربه لرونکی قومندان اسکاټ میلر راولېږي، چې ورسره به جګړه د امريکا په ګټه پای ته ورسيږي.
خو هغه مهال هم همدې اجیرو او پردي پاله رسنيو همدا نغارې وهلې، چې جنرال نیکولسن د افغان جګړې د مدیریت لپاره رالیږل کېده؛ خو دا دی اوس په خپل کار کې پاته راغلی، ټيټې سترګې او ناکام ستنيږي.
هغه ورځ هم لرې نه ده چې د الله تعالی نصرت، د مجاهدينو پیاوړی عزم او سالم مديريت به نوی قومندان اسکاټ ميلر هم له افغانستانه نامراده او ټېټې سترګې وتلو ته اړ کړي. ان شاءالله!
نړۍ اوس دې پايلې ته رسېدلې چې طالبان د يو
داسې ځواک په توګه ومني چې د افغانستان تر نيمايي په زياته خاوره واک لري او د روانې جګړې ګټونکی لوری ښکاري.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی وايي، يا دې امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي يا دې بې پايلې جګړې ته دوام ورکړي.
ضمير کابلوف خبرداری ورکړ که امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي، په افغانستان کې په جګړې او وينه تويېدنه کلونه کلونه دوام وکړي.
له دې خبرې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او که غواړې پاتې حيثيت يې خراب نشي له طالبانو سره دې مخامخ مذاکرات وکړي او له دې لارې دې اشغال ته د پای ټکی کېږدې.
د يو خپلواک افغانستان په هيله.
















