(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۳)
وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې کندهار او اروزګان کې یې په دو بیلابیلو پیښو کې ګڼو امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
ځایي سرچینې وایي چې تیره ورځ د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یو ټانګ د سړک د غاړې د ماین ښکار شوی، چې مرګ ژوبله هم لري.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې یاده پیښه د مرغان کیچه په سیمه کې رامنځته شوې او د ټانګ د تخریب سربیره یو شمیر امریکایي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.
بل پلو یادې ډلې ادعا کړې چې دارزګان مرکزترینکوټ کي پرهوایي ډګر یې د غرني هاوان پیرونه کړي چې د دوی د مالوماتو ترمخه ۹ تنه بهرنیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې .
طالبانو همداراز ویلي چې د دوی بریدونو د بهرنیو پوځیانو په خیمو کې اورونه ولګول او ځاني زیان سربیره یې ګڼ مالي زیانونه هم بهرنیو پوځیانو ته اړولي.
تر اوسه د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندانۍ په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
د امریکایي چارواکو د تازه پالیسۍ ترمخه؛ د وژل شویو امریکایانو اعلان به تر هغو نه کیږي ترڅو یې کورنۍ ته خبر نه وي ورکړی، همداراز امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د ښکیلتیا له پیله د وژل شویو امریکایي ځواکونو تر ټولو کمه شمیره رسنیزه کوي .
















