قاري خالد
انتخاباتو غوغا جوړه کړې ده. ځینې له هنده ورته راځغلي او ځینې له اروپا او امریکا.
زموږ باور دادی چې انتخابات محض یو تمثیل دی، ټاکنې انتصابي دي او د انتخاب واک له ملت سره نه دی، بلکې د انتخاب منابع غربي دیموکراتان او سفارتونه دي.
تعجب دې ته دی چې مسلمان ملیتونه په دېموکراسۍ څرنګه باوري کیدلای شي؟
درحالیکې ډیموکراسي دغرب اختراع ده او غربیانو هله دډېموکراسۍ غېږ ته پناه یوړه چې بدیل یې نه درلود.
موږ چې تر ډېموکراسۍ غوره بدیل لرو او نړۍ منلی هم دی چې اسلامي نظام او احکام تر ډېموکراتیکو او وضعي هغو څو چنده خوندي او غوره دي؛ ډېموکراسي ته ولې اړ ایستل کېږو؟
دعثماني خلافت له نړولو ستر مقصود د اسلامي نړۍ پاشل ؤ؛ داسې پاشل چې پایله کې یې اسلامي نړۍ برخې برخې شي او هره برخه یې جلا واکمن او جلا جغرافیه ولري او له ترڅنګ پروت ګاونډي تل دخطر احساس وکړي.
درسته ده چې زموږ بیا ځل متحد کېدل دورځو او شپو کار نه دی، وخت ته اړتیا ده او کافي وخت ته. موږ ته پکار ده ټول تمرکز دځوان کهول په فکر سازي وکړو.
زموږ د تیت او پرک وجود ټوله ګټه دښمن ته ده او همدا علت دی چې دښمن له موږ د انتخاب حق اخیستی دی او محض په لباسي شعارونو مو تېر باسي.
غرب اسلامي نړۍ دخپلو ګټو په محور څرخوي او هرګز اسلامي نړۍ ته د خیر او سوکالۍ اراده نه لري او نه د انتخاب حق ورکوي.
د عربي نړۍ مسلمانانو ته وګورئ! د انتخاب حق ترې سلب دی، او عربي ملت ته یې شاهانه او آمرانه نظامونه پر اوږو سپاره کړي دي. هلته چې د غرب ګټې په شاهي نظامونو کې خوندي دي، د ډېموکراسۍ ډنډورې نه غږوې خو په منځني اسیا او افریقا کې چې شاهانه نظامونه ګواښونه ورته جوړوي، هلته بیا په ډېره ماهرانه لهجه او سپین سترګۍ دډېموکراسۍ غولونکي نعرې پورته کوي.
په منځني ختیځ کې لوبه بدله ده؛ دلته د غرب ګټې په ډېموکراسۍ کې دي او هغه خلک به واک ته رسوي چې ولس رټلي او غرب ته منلي وي.
هغه څوک چې د ولسونو وینې زبېښي او له څرمن یې پیسې کاږي، دلته د غربیانو انتخاب دی او په هر قیمت چې وي د واک تر ګدۍ به یې رسوي.
زموږ مسلمان او غیور هیوادوال چې له یرغلګرو پوځیانو او اشغاله کرکه لري، نه یې زغمي، نه یې مني؛ غرب دلته دخپلو ګټو دخوندي کېدو لپاره داسې خلک واک ته رسول غواړي چې دا غیور ولس پرې لوټ تالان کړي او په لوټلو پیسو په غربي هېوادو کې پانګونې وکړي.
په همدې توګه غربیان دغه واکمنان هم دملت له محاکمې په وېره کې ساتي، بلیک مېل کوي یې او نتیجه کې د غرب تلپاته چوپړ ترې اخلي.
خلاصه دا چې یهودي لابي د انتخاباتو په غولونکي نوم له مسلمانو پرګنیو د انتخاب حق اخلي، داسې چاته یې سپاري چې مسلمانې پرګنۍ په فقر، احتیاج او وژنو وځپي. نتیجه یې دا را ووځي چې ولس او زعامت دواړه غرق شي.
ولسونه دژوند په هره برخه کې ځپل شوي وي او ځپونکي یې د سبا ورځ د ولسي محاسبې له وېرې د غرب ګټو ته تلپاته متهعد او رښتینی خدمتګار وګرځي.
نه واک پرېښودلای شي، نه د ولس حالت بدلولای شي او ولس خو هسې هم فلج کړای شوی وي. دقوت لایموت رزق په لټه پسې سرګردان او لالهاند ورک وي، نه په سیاست کې کار لري او نه دچا په تخت او تاج کې، یوه ګوله رزق پیدا کول یې دژوند ستر مقصود ګرځېدلای وي چې رڼې بېلګې یې د اسلامي جمهوري هېوادونو په ولسونو او زعامتونو کې موندلای شئ.
 
	    	
 
		    















 
                