ولايتي شورا: بلخ ته د اشرف غني سفر نمايشي او کمپايني و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۳) د بلخ ولايتي شورا يو شمير غړي وايي، دغه ولايت ته د ولسمشر غني سفر نمايشي، کمپایني او يو ډول د ځواک ښودلو سفر و.

د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد وايي، چې اشرف غني د بلخ پر خلکو اعتماد او باور نه لري ځکه يې دغه ولايت ته د سفر پر مهال د ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلانو سره ليده کاته ونه کړل.

د حديد به خبره، د بلخ د خلکو استازو غوښتل چې د امنیت او انکشافي پروژو په برخه کې ولسمشر ته څو وړانديزونه وکړي خو ونه توانېدل چې هغه سره يې شريک کړي.

هغه زياته کړه، بلخ ولايت ته د اشرف غني سفر نمايشي، کمپایني او د زور ښودلو يو ډول بڼه لرله چې يواځې د يوې نظامي لارې يې د ليدلو امکاناتو برابرېدل او له ځينو خلکو سره يې ليده کاته وشول.

د يادونې ده، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ دغه ولایت ته د برېښنا رسونې د دوو پروژو د پرانيستې لپاره سفر وکړ چې د ګډ حکومت د مشرانو اختلافاتو تر وروستۍ کچې زيات شوي دي او د راپورونو پر بنسټ دا چې د اوبو او برېښنا وزارت په ګډ حکومت کې د عبدالله په برخه رسېدلی نو د اوبو او برېښنا پر وزير د غني له لوري سفري بنديزونه د دې لپاره ولګول شول چې د دغه وزارت لاسته راوړنې او امتيازات غني په خپله ګټه حساب کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button