د افتاء اصول (اوومه برخه)

لیکنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند
د صحابه او تابعینو (رضی الله تعالی عنهم) تګلاره په افتاء کې:
د معاذ (رضی الله تعالی عنه) په څېر تګلاره له نورو نوموتو څېرو نه هم روایت شوې: “دارمي” په خپل “سنن” کې له شریح (رحمه الله تعالی) نه په روایت سره وایي: عمر (رضی الله تعالی عنه) راته ولیکل: “که کوم څيز دي مخې ته راغی، د الله پاک په سپېڅلي اسمانی کتاب کې و؛ نو په همغه سره قضاء کوه، د خلکو په غوښتنه به ترې نه کږېږې، که له داسې څیز سره لاس او ګرېوان شوې، چې هغه په قراٰن کریم کې شتون نه لاره؛ نو نبوي سنت ته موخه کړه، هغلته یې ولټوه، که داسې شی دي مخې ته راغی، چې د هغه شتون، نه په کتاب، نه په سنت کې و؛ نو بیا چې په ټولیزه توګه خلک پرې راټول وه، همغه ته عملې بڼه ور واغونده، که په پورتنیو درېواړه سرچینو کې پرې برلاس نشوې، نو بیا په خپله خوښه یو امر غوره کړه، که دي د اجتهاد پر مټ د پرمختګ هڅه خوښه شوه؛ نو وړاندې ولاړ شه، او که شاتګ دي غوره وګاڼه؛ نو شاته پاتې شه، خو زما په آند شاتګ درته غوره دی”.
دا راز “دارمي” له “عبد الله بن مسعود” (رضی الله عنه) نه په روایت سره وایې: “کله چې تاسو وپوښتل شوئ د یو څېز په اړه؛ نو د الله جل جلاله په کتاب کې ولټوئ، که هغه کې پرې برلاسې نشوئ؛ نو نبوي سنت ته
موخه کړئ، که په نبوي سنت کې مو هم و نه موند؛ نو چې ټول مسلمانان پرې خوښ وي، همغه خوښوه، که په همدې هم بریالی نشوې؛ نو د خپلې رایي پر مټ پرې قضاء وکړه”. …
امام بیهقي (رحمه الله تعالی) له “مسلمة بن مخلد” رحمه الله تعالی نه په روایت سره وایې: هغه له “زید بن ثابت” (رضی الله تعالی عنه) سره مخ شو، ورته یې کړه: اې د تره زویه! زه خو قضاء ته اړ ویستل شوم؟ هغه مبارک ورته وویل: “د الله پاک په کتاب قضاء کوه، که د الله پاک په کتاب کې پرې بریمن نشوې؛ نو په نبوي سنت کې یې ولټوه، که په نبوي سنت کې دي هم و نه موند؛ بیا د رایي وړ خلک را وغواړه، د خپل پوره کوښښ پر مټ ترې یو حکم غوره کړه”.
دا راز امام بیهقي (رحمه الله تعالی) له “ادریس اودي” رحمه الله تعالی نه روایت کوي، وایې “سعید بن ابي بردة” رحمه الله تعالی” یو لیک را ویوست، ویلې: دا هغه لیک دي چې عمر (رضی الله تعالی عنه) و “ابو موسی” رضی الله تعالی عنه ته استولی و – حدیث یې ووایه، په یوه څنډه کې یې راغلي و: “زیات پام – زیات پام کوه، په هغه څیز کې چې ستا په سینه کي ګرځي را ګرځي او ته ورته په الهي سپېڅلي کتاب او نبوي سنت کې لاس رسی نه لرې؛ نو هم مثله او سره ورته څېزونه وپېژنه، بیا له هغوی سره نور څيزونه پرتله کړه، د الله پاک خوښ، هغه ته ورته څیز ته په خپله رایه لومړیتوب ورکوه”.
لوړ په لیکه روایتونه واړه د هغه روایت ملاتړي دي، کوم چې د “معاذ” (رضی الله تعالی) نه روایت شوی و. دا راز یې د “ابن القیم” رحمه الله تعالی د قول صحت نور هم ښه و ځلاوه، چې ویلې: د معاذ رضی الله تعالی عنه روایت د ټولو سلفو تګلاره ده(!).
[اصول الافتاء وادابه: ۴۰-۴۳]
ــــــــــــــــــ
یادونه: چونکې زمونږ اسلامي فقه له اصولو اربعه وو نه سرچینه اخلي: لهذا اړینه ده چې مفتې باید د همدې سلفو تګلارې ته ژمن و اوسي، له هغې نه پرته، د بلې لارې لټون او هڅې به یې بل لورته سوق کړي!



