کابل: د طالبانو په برید کې د قوماندان په ګډون ۴ بریتانویان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۳)

راپورونه وایي چې د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بهرنیانو پر ټانګ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، تېره ورځ د ده سبز ولسوالۍ پلیګون سیمه کې پر بریتانوي ځواکونو د ځای پرځای شوي ماین قوي چاودنه شوې او د ده په خبره: “ په دې برید کې د ۱ قومندان او ښځینه افسرې په ګډون ۴ برتانوي عسکر ووژل شول“

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په اروزګان کې هم د طالبانو له خوا د غرني هوان په بریدونو کې ۵ امریکایي عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان و.
تر اوسه د ناټو عمومي قوماندانۍ او بریتانوي ځواکونو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

باید وویل شي؛ چې طالبانو د سږکال د عملیاتو مهم هدف د بهرنیانو په نښه کول ښودلي او له افغان ځواکونو یې غوښتي چې د بهرنیانو له لیکو لرې او د دوی له عمومي عفوې برخمن شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button