کابل کې دوهمه چاودنه وشوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۴) د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې لږه شيبه وړاندې دوهمه چاودنه وشوه چې د ځايي سرچينو د معلوماتو پر بنسټ څلور کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچينې وايي، دغه چاودنه د پنځمې حوزې مربوط د کوټه سنګي په سيمه کې د پوليسو په رينجر موټر کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
امنيتي سرچينو ويلي، ماین په رینجر موټر کې هغه مهال ځای پرځای شوی و چې عسکر يې د لويې جرګې خيمې ته څېرمه د بريد سيمې ته لېږدولي و.
ويل کېږي، په دغه چاودنه کې يوه مېرمن هم ټپي شوې ده.
تر اوسه د دغه برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
شاوخوا يو نيم ساعتم مخکې په کابل کې د سولې عالي شورا په نوښت په جوړه شوې د عالمانو شورا غونډې ته څېرمه سرتيري بريد کې اووه تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
طالبانو د پل تخنيک سيمه کې په سرتيري برید کې لاس لرل رد کړي دي.



