د علماوو ننۍ غونډه او سوله.؟

ليکوال او شنونکی اميد “خُرم ”

د افغانستان روانه جګړه چې اتلس کاله يې په پوره کېدو دي لمړی شروع يې امريکا او ملاتړو يې د افغانستان په اشغال سره وکړه د جګړې له شروع تر نن پورې يې زرګونه افغانان په شهادت ورسول چې د امريکا او متحدينو په وړاندې يې ولس غبرګون وښود او په وړاندې يې د انګليس, روس , په څير ودرېدل ترڅنګ يې علماوو هم خپل رسالت ادا کړ د امريکايانو روان ظلم او د افغان حکومتونو چوپتيا او يواځې غندل يې تر ټولو ستر ظلم ياد کړ
او په وړاندې يې خلک جګړې کولو ته وهڅول د علماوو دريځ سره افغانان د بهرنيانو په وړاندې کلک ودرېدل .
چې بهرنيانو هم د علماوو تاثيرات په ولس او جګړه کې تر څار لاندې لرل.
ځکه يې نو په مساجدو او مدارسو چې د اسلام دمقدس دين قوي فکري سنګرونه دي په ظالمانه توګه بمبار کړل چې په ترڅ کې يې زرګونه مساجد او مدارس ونړول علما او عام افغانان يې په بې رحمۍ سره شهيدان کړه.
د نظامي جګړې ترڅنګ بهرنيانو د علماوو نقش ته په کتو سره ځينې بې ضميره علما هم د پيسو او نورو امکاناتو په مقابل کې د ځان په ګټه وپيرل ترڅو هر وخت د خپل دايمي شتون لپاره ګټې ترې پورته کا
چې د بېلګې په توګه د علماوو ننۍ غونډه درته وړاندې کوم چې په ترڅ کې يې علماوو خپل اصلي رسالت پرېښود او د امريکا په ګټه يې پرېکړه وکړه نه د افغان حکومت, عامو افغانانو او طالبانو په ګټه ځکه علماوو اشغال او اشغالګر ونه غندل د جګړې دروند پېټی چې د بهرنيانو په اوږو ده په ښکاره له پامه وغورځاوه او د جګړې پړه يې په افغانانو واچوله که هغه طالبان دي او که افغان حکومت.
دا يې ونه ويل چې دا ناروا جګړه امريکايانو شروع کړې او دا ناروا کړنه بايد د هغوی د بربنډې مداخلې د پای په صورت کې جبران شي او بايد خپل نظامي حضور په افغانستان کې صفر کړئ.
بلکې برعکس افغانان يې په يو ډول په غيرعلني توګه نړيوالو ته جګړه مار او شر خوښي معرفي کړل او جګړه يې يواځې په افغان حکومت او طالبانو وتپله چې هيڅ راز توجيه نلري.
که علما د حق نه نه وای تير شوي دا به يې ويلي وه چې کله افغانستان باندې د امريکا لخوا يرغل وشو د وخت افغان حکومت ړنګ شو د افغانانو زيات شمير ملکي او نظامي وسايل د ډاياک او DDR په نوم له منځه يوړل شول ترڅو خپلو وسايلو ته د پلور بازار ومومي د دې عمل غندنه به يې کړې وه د خسارې غوښتونکي به ترې شوي وه
د پټو وژنو , زندانو , ترور , او وحشت د بنديدو غوښتونکي به له امريکا شوي وه
او دا کړنې به يې نا روا بللې وې خو افسوس د دې علماوو په حال چې حق يې پټ کړ او د جګړې په اصلي عامل چې امريکايان دي په شتون او ظلم يې چوپ خوله پاتې شول .
د حشر په ورځ به ټول افغانان ددې علماوو په ګريوان کې لاسونه اچوي او د دې ظلم پوښتنه به ترې کوي.
ځکه علماوو په دې کړنې سره سوله له منځه يوړه او د جګړې د دوام لامل شول.
په دې ټول افغانان پوهيږي چې دا جګړه امريکايانو شروع کړې او ترهغه د ختمېدو امکان نلري ترڅو چې بهرنيان دلته شتون ولري.
نو داسې درباري علماوو ته په کار ده چې نور ځان ونه شرموي او د حق د پټولو نه لاس واخلي که نه په اخروي عذاب تر هرچا ښه پوه دي.
اشغال وغندي او سوله وغواړي نه داسې چې اشغال تائيد کړي او سوله وغواړي په دې ډول سوله راتګ خوب او خيال ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button