(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۴)
وروسته تر هغه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن وویل؛ چې په پام کې لري پر طالبانو د شرعي اړخه هم فشارونه زیات کړي او د اندونیزیا د غونډې او د افغان علماؤ د یو کنفرانس د رابللو ژمنه یې کړې وه، له تمې سره سم نن د هیواد له ګوټ ګوټ نه دولت ته ژمن علماء او دولتي چارواکو ګډه غونډه ترسره کړه چې په کې ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.
علماؤ که څه هم د جګړې د اصلي لوري (امریکا) د جګړییز شتون پر وړاندې هیڅ هم ونه ویل خو پر طالبانو یې سختې نیوکې وکړې او د هغوی روانه جګړه یې حرامه وبلله.
دوی په یوه اعلامیه کې وویل؛ د افغانستان حکومت سوچه اسلامي نظام او قانون لري نو پر وړاندې یې هر ډول عمل ناروا دی.
دولت پلوه ملایانو سرتیري بریدونه او چاودنې حرامې وبللې خو د بهرنیانو او افغان حکومت د بریدونو او بمباریو په هکله یې هیڅ هم ونه ویل.
دوی په ټولنه کې د راټوکیدونکي اخلاقي فساد باندې هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه “ ټولې هغه کړنې چې له ديني اساساتو سره په ټکر او د ځوانانو د بې لارۍ لامل کېږي، مردودې دي او بايد مخنيوی يې وشي“
علماؤ د دیموکراسي او د لویدیځوالو د پراخیدونکي فرهنګ په هکله هم له څه ویلو ډډه وکړه.
همداراز یې قومي سمتي او ژبني توپیرونه وغندل او دا یې ناوړه کار وباله.
د غونډې نشرات هغه مهال قطعه شول کله چې یو عالم غوشتل ستیج ته راشي او د خپلو خیالاتو اظهار وکړي، خو د ورتګ مخه یې ونیول شوه او په دې وخت کې په غونډه شور اوځوګ جوړ او نشرات پرې شول.
باید وویل شي چې دا د اندونیزیا وروسته دوهمه ناسته ده چې افغان علماء یې د دولت په غوشتنه ترسره کوي.
تر دې وړاندې د سولې شورا په تالار کې هم ورته غونډه شوې وه چې وروسته علماؤ ټینګار وکړ چې دوی په بل نوم راوستل شوي او هغه اعلامیه چې د دولت له خوا صادره شوه هیڅ حقیقت نه لري.
ټاکل شوې د دې لړۍ بله غونډه په سعودي عربستان کې ترسره شي چې د هغې غونډې ابتکار هم امریکایي چارواکو منلی دی
















