د کندهار له محبس څخه ۱۰۵ بنديان ازاد شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۴) د کندهار ولايتي چارواکي وايي، د ولسمشر په ځانګړي فرمان يې له مرکزي محبس څخه ۱۰۵ تنه بنديان چې به بيلابيلو جرمونو تورن و له زندانه خوشې شول او د ۴۴ تنو نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.

د کندهار ولايت له مقام څخه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، د یادو بنديانو د خوشې کولو په مراسمو کې د کندهار والي زلمي ويسا هم ګډون درلود او له بنديانو نه يې غوښتنه وکړه چې راتلونکي کې بيا داسې جرمونه ونه کړي چې زندان ته ولېږل شي.

د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئيس عبدالرحمن کوشان وويل، دغه بنديان د ولسمشر د لومړي ګڼه فرمان له مخې چې د ثور په اتمه يې ورکړی و خوشې کېږي.

وخت ناوخت د ځانګړو ورځو په مناسبت د ولسمشر غني په فرمان د نشه توکو او په جنايي جرمونو مرتکب بنديان خوشې کېږي.

د غني د حکومت له پيل راهيسې تر دې دمه سياسي بنديانو ته په ځانګړو ورځو کې فرمان نه دی ورکول شوی او نه يې هم د بند په موده کې تخفيف راغلی چې ډير کله د هېواد په بيلابيلو زندانونو کې د اشرف غني د دغه کړنې پرضد اعتصابونه هم کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button