ملي شورا: لا هم د تلیفوني شبکو څخه د ۱۰ سلنې محصول اخیستل شفاف نه دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۴)
ولسي جرګې نن د مخابراتي ستونزو او له تلیفوني شبکو څخه د ۱۰ سلنې محصول اخیستلو کې د لوړې کچې د فساد پر سر د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي د استجواب په موخه ورغوښتی و.
د ولسي جرګې د اړیکو او مخابراتو کمیسیون مشر قیس حسن وایي، له تلیفوني شبکو څخه د ۱۰ سلنې محصول اخیستل شفاف نه دي او دا پیسې د مالیې په وزارت کې دننه د ډیرو خلکو جیبونو ته لویږي.
د یاد کمیسیون مشر وویل؛ موندنې ښیي چې دا پروسه شفافه نه ده او په میلیاردونه افغانۍ تر اوسه تري تم شوې او شخصي جیبونو ته تللې.
قیس حسن زیاته کړه؛ موږ چې د مخابراتي کمپنیو له بهرنیو مشرانو سره ناسته کړې هغوی موږ ته دقیق ارقام راکړي چې د مالیې وزارت له مالوماتو سره په میلیاردونو افغانۍ توپیر لري“ څوځله مو د مالیې وزیر په دې تړاو عمومي غونډې ته راغوښتی خو نه دی حاضر شوی او هر وکیل یې چې پر وړاندې ژغ پورته کړی، دې وزارت ورته دسیسه جوړه کړې “
خو د مالیې وزارت بیا وایي چې شاوخوا ۱۰ میاشتې کیږي چې د مخابراتي شرکتونو له پیرودونکو څخه د محصول ټولولو مسؤلیت یې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته سپارلی دی، خو د ولسي جرګې غړي بیا ټینګار کوي چې دا پروسه تر دې کچې سیاسي شوې چې لا هم د مخابراتو وزیر پرې هیڅ کنترول نه لري .
بل پلو بیا د مخابراتو وزیر شهزادګل آریوبي وویل چې د ریل ټایم سیستم چارې یې نږدې کړې او ډیر ژر به دا سیستم شفافه بڼه خپله کړي.
آریوبي زیاتوي؛ د ریل ټایم سیستم لپاره ۱۲ شرکتونو وړاندیز کړی چې څلور شرکتونه د دې وزارت له خوا د تدارکاتو ملي ادارې ته ورپیژندل شوي.
اریوبي وویل، که داسیستم فعال شو، نو د تلیفوني محصول فیصدي به مخامخ د افغانستان بانک ته لیږدول کیږي او له هغه ځایه به مستقیماً د دولت له بودیجې سره یوځای کیږي.
اریوبي همداراز د ځینو شرکتونو کړنې هم افشا کړې او زیاته یې کړه، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت تر ۲۰۰ زره افغانیو محصول نه دی تحویل کړی چې د قانون ترمخه جریمه شوی هم دی او د روشن شرکت ترې ۵۹۲ میلیون قرضدار دی.
همداراز تر اوسه له تلیفوني شبکو څخه ۱۱ نیم میلیارده افغانۍ محصول را جمعه شوی او دا سلسله تر یوه حده شفافه شوې.



