کابل ګارنېزيون: ښاريانو ته د امنيت د تامين ډاډ نه شو ورکولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۵) د کابل ګارنېزيون قوماندان افضل امان وايي، کابل ښاريانو ته د امنیت د تامين ډاډ نه شي ورکولی.
د امان په خبره، خلک نه شو ډاډمنولی چې ګواښونه په کامله توګه په ښار کې خنثی شوي، امنیتي ګواښونه شته، دا هم نه شو ويلی چې دغه ګواښونه کم دي خو زياتوي چې د مخنيوي لپاره يې تر بل هر وخت فعاليتونه زيات شوي دي.
ښاغلی امان زیاتوي، سرتيري بريدونه ډېر پېچلې دي او بریدګر له بېلابېلو تاکتیکونو کار اخلي، نو له همدې امله یو شمېر یې هدفونو ته رسېږي.
په وروستيو کې په کابل ښار کې سرتيري بريدونه، چاودنې او هدفي وژنې زياتې شوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې طالبانو د کابل ښاريانو ته په يوې اعلاميې کې خبرداری ورکړی و چې له پوځي او استخباراتي مرکزونو دې ځانونه ليرې وساتي ځکه چې دوی په پوځي او استخباراتي مرکزونو د نورو حملو لپاره پلان لري ترڅو په دغه بريدونو کې ملکي خلکو ته پکې زيان ونه رسېږي.



