بلغاریا یوه غوا د مرګ په سزا محکومه کړې ده

بلغاریا یوه حامله غوا د اروپايي اتحاد له پولو د اوښتلو او د بېرته راتللو پر مهال د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د مرګ په سزا محکومه کړې ده.

د پینکا په نوم یاده غوا په څرېدو څرېدو ګاونډي هېواد، صربیا، ته واوښتله. وروسته یوه صربیايي وګړي ونیوله او بېرته یې خپل مالک ته وسپارله.

خو بلغاریا د اروپایي اتحادیې د سختو قوانینو له امله پینکا ته خپل هېواد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي، ځکه د بېرته راتلو قانوني اسناد یې نه درلودل او کېدای شي ناروغۍ ترې خپرې شي.

د مرګ په سزا محکومه پینکا

که څه هم ډاکټرانو ویلي چې د غوا د روغتیا په اړه کومه اندېښنه نشته خو مسؤلینو ویلي چې د غوا له امله ناروغۍ خپرېدای شي.

یوه بلغاريايي چارواکي ویلي، دا غوا د اروپايي اتحاديې تر پولو اوښتې ده او بېرته اروپايي اتحاديې ته نشي راننوتلای.

د یادونې وړ ده، بلغاریا د اروپایي اتحاديې غړی هېواد دی او سربیا  د دې اتحاديي غړی نه دی.  د دې اروپايي او غیراروپايي هېوادونو تر منځ د اختلافاتو له امله د غیرقانوني کډوالۍ (هجرت) سخت قوانین جوړ شوي دي، او د غیراروپايي هېوادونو وګړو ته له زیاتو پلټنو او د اسنادو ترلاسه کولو وروسته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button